کور / تازه خبرونه / سوات: يو بل ښوونځى تباه سو

سوات: يو بل ښوونځى تباه سو


له سوات څخه وركړل سوي خبرونه وايي سيمه ايزو طالبانو يو بل ښوونځى هم په بمونو والوزاوه.
د پښتونخوا د ايالتي حكومت د ارقامو پر اساس تر اوسه د سوات په بېلابېلو سيمو كي ۱۸۵ ښوونځي په بمونو الوزول سوي دي.
د سوات طالبان چي د مولانا فضل الله تر مشرۍ لاندي جنګېږي، د پښتونخوا ايالتي حكومت ته د جنوري تر ۱۵ – مي پوري وخت وركړى و، چي په سيمه كي ښځينه ښوونځي وتړي، كه نې دوى به يې په نښه كړي، خو اوس نه يوازي ښځينه بلكي د نارينه وو ښوونځي هم د بمونو ښكار ګرځېدلي دي.
تر دې دمخه يوازي د بر افغانستان په پښتني سيمو كي د طالبانو له خوا مكتبونه سوځل كېدل، خو اوس د لر افغانستان طالبانو هم د ښوونځيو تباهۍ ته ملا تړلې ده.
بلي خواته حكومت وايي د سوات په مختلفو سيمو كي د طالبانو پر ضد عمليات روان دي، او پر يوه كور د ګولۍ د لګېدو له امله يوه ښځه وژل سوې او څو نور كسان ټپيان سوي دي