کور / تازه خبرونه / كوټه: نامعلومو وسله والو د هزاره ګانو مشر وواژه

كوټه: نامعلومو وسله والو د هزاره ګانو مشر وواژه


نا معلومو وسله والو په كوټه كي د هزاره ديموكرات ګوند مشر وواژه.
پوليس وايي پېښه نن د كوټي په زړه جناح روډ كي رامنځته سوې، چي په ترڅ كي يې د هزاره ديموكرات ګوند مشر حسين علي يوسفي مړ سو او وسله وال په برياليتوب سره له سيمي څخه ووتل.
سيمه ايزو پوليسو په نامعلومو كسانو پسي كېس جوړ كړئ او لټون يې روان دئ.
له دغه ښار څخه وركړل سوي راپورونه وايي تر دې وروسته د هزاره ګوندغړو د كوټي په ښار كي احتجاجيه غونډه وكړه او له حكومت څخه يې د دې ترور د عاملينو غوښتنه كوله.