په امريكا كي د يوه نايټ كلب مخته دوې نجوني ووژل سوې او اووه كسه زخميان سول.
پېښه تېره شپه د اوريګون ايالت په يوه نايټ كلب كي هغه وخت رامنځته سوه، چي يو كس پر نجونو د توپنچې ټكان وكړل او وروسته يې خپل ځان هم وويشتئ.
پوليس وايي ډزي كوونكى يې په زخمي حالت كي روغتون ته رسولى دئ او د پېښي په اړه تحقيقات شروع دي.