کور / تازه خبرونه / اروپا: د غزې د خرابۍ پړه د حماس پر غاړه ده

اروپا: د غزې د خرابۍ پړه د حماس پر غاړه ده


د اروپايي اتحاديې د بشري مرستو اداره وايي د فلسطين د غزې د ښار د خرابيو مسئوليت ټول د حماس پر غاړه دئ.
د دې ادارې مشر مايكل لوييس د فلسطين د حماس غورځنګ په ترهګرۍ تورن كړ او وايي دې ګوند فلسطينيانو ته بېله جنګ او ورانۍ څخه بل څه نه دي وركړي.
په داسي حال كي چي د غزې زيانمن سوي خلګ د نړۍوالو او په خاص ډول د اروپايي اتحاديې مرستو ته سترګي په لاره دي، خو د څېړونكو په وينا د اروپايي اتحاديې له خوا دغسي غبرګون به نور هم د هغوى د مايوسۍ سبب سي.
 اسرائيلو يوه مياشت دمخه د كريسميس تر مراسمو وروسته پر غزه يرغل وكړ، د ۱۳۰۰ په شاوخوا كي كسان يې مړه او څه باندي ۵۰۰۰ فلسطينيان يې ټپيان كړل.