کور / تازه خبرونه / هند: صدراعظم مخ پر ښه كېدو دئ

هند: صدراعظم مخ پر ښه كېدو دئ


د هندوستان د صدراعظم معالج ډاكټران وايي د نوموړي حالت اوس مخ پر ښه كېدو دئ، خو بايد يوه مياشت استراحت وكړي.
من موهن سنګ چي درې ورځي دمخه يې د نوي ډهلي په يوه روغتون كي د زړه د رګونو عمليات وكړ، نن د خپل هيواد جمهوريت د ورځي د لمانځلو پر مهال په روغتون كي وو،چي د ډاكټرانو په وينا ډېر ژر به يې رخصت كړي.
د ډاكټرانو په وينا د ښاغلي سنګ زړه ته د وينو ځيني تللي رګونه بند سوي وو، چي له امله يې د نوموړي روغتيا خرابه وه.
شپږ اويا كلن من موهن سنګ چي د كانګرس ګوند جګ پوړى غړى دئ، تر دې دمخه هم څو ځله د زړه عمليات كړى دئ.
د هند چارواكي وايي د ښاغلي سنګ په غياب كي د هغه د كابينې د بهرنيو چارو وزير پرناب مكرجي د دغه هيواد د سر پرست صدراعظم په توګه چاري اجرا كوي.