د كندهار او كابل پر لويه لار د ۳۰۳ او يوه ټانكر موټر د ټكر له امله پنځه تنه مړه او ۲۵ ټپيان سول.
د كندهار امنيه قومندان وايي پېښه تېره شپه د كندهار په دامان ولسوالي كي رامنځته سوې ده.
د پوليسو له خوا لومړنۍ څېړني ښيي چي د ۳۰۳ موټر چلوونكي له ترافيكي اصولو سرغړونه كړې او له كبله يې ياده سوې خونړۍ پېښه رامنځته سوې ده.
د كابل او كندهار لويه لار چي پخوا به د دوړو او ګردونو له امله ټكرونه پر رامنځته كېدل، له ۲۰۰۴ كال راهيسي چي په پخ سوې ده، هر كال زيات شمېر كسان د بېلابېلو ټكرونو له امله پر وژل كېږي، چي چارواكي يې د چلوونكو له بې احتياطۍ څخه ګڼي.