کور / شعر / د تاريخ جبر

د تاريخ جبر

                                             
د وطن  پر  هديره  مې  گلان  شنه   شول
اغزي نه لري څه سترگې سترگې ښکاري
هرې خواته  څانگې  څانگې  را خپاره دي
پر  دې  ځمکه  خپلې  تويې  وينې  څاري

**********************
چا  منگي  ورته  نيولي    ورته     تږي
څوک يې خپلې بې وسۍ ور سره ژاړي
پر تندي  ددې  هيواد   يې   دي   ليکلي
چې به تل پر خپلو تيرو باندې   وياړي


********************
تصور   به  د لوړتيا  يې  وي  ملگرى
خو به نه  کله اباد  وي  نه  به  خاندي
تير خو تير دى خو دا نن ورڅ مو لا څه ده
چې تيريږي  د  تاريخ  تر  جبر  لاندې


**********************

موږ له ځانه خبر نه يو پرې چې مړه شو
تور ښامار مو پر زړه پروت دى کواړې کواړې
د خودۍ  احساس  مو  وژني  په  رگو کې
هر  نفس  يې  ښکاروي  د  زهرو  داړې


**********************
ښکاري  بيا  يو  لوى وحشت ليونى شوى
د  خپل   ژوند  د ماتيدلو  هوډ  يې  کړى
د  سرکشو   حوصلو    امتحان    اخلي
په هر لور يې ځانته  گور  دى  کنستلى


*********************

دا  سرکشه  غرونه  پريږدئ  نړيوالو
چې غرور يې د اسمان تر څنډو لوړ دى
تاسو  نرم  نرم  خلک  يې  پام  وکړئ
 ددې غرونو هر هر لورى را په ځوړ دى