کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په راتلونکو ټولټاکنو کی څوک د ولسمشرئ رشتینی حقدار دی؟

په راتلونکو ټولټاکنو کی څوک د ولسمشرئ رشتینی حقدار دی؟

د روسی شکیلاکگرو راوروسته افغانستان د ډیرو بدو ناخوالو شاهد دی. نه تنها هغه لسیزه چی افغان زپل شوي او نتل شوي ملت د سرو خونخوارو په زورواکئ کی تیره کړه او په ملیونونو قربانئ یی ورکری چی د هغه له منځه د یو نیم ملیون شهیدانو غمیزه؛ د شپږ نيم ملیونو وگړو بی کوره کیدل؛ علمی او فرهنگی برخه د استهلاک سره مخ کیدل؛ د چاپی رسنیو او میدیا له منځه تلل؛ تاریخی اثار غلا کیدل اوبی شمیره زیر بناوي نست او نابود کیدل د یادونی وړ دی.
په یاد دی وی چی د وخت سور زبرزواک چی د خپل امپریالستی هدف د خپلولو او پلي کولو لپاره یی د افغان ولس د وینو خړاوی وبهولی او غوښتل یی ددی ولس په ککریو ځان دباج او راج تر منزله ورسوی مگر یو څه چی باید یاد شی هغه هم دافغانی ټولگیو په منځ کی د هغو کرغیړنواو مغرضو څیرو شتون وو چی د خپلو شخصی غرایزو لپاره یی یرغلگرو ته د خپلی کلی لاری او ګودری په گوته گوته ښوولی او افغانستان یی تر دی حده رسولی .

د ا چی بعضو افغانانو خپل مقاومت او رزمی ثبات له لاسه ور نکړ او دا حیوانی لښکر یی پر زیړو ونگو دډدیرو بدو یادونو سره مله خپل هیواد ته ستانه کړه؛ هغه هم ددوی خپله سرښندنه وه مگر ددی دور د پای ته رسولو سره سم دا ولس یو ځل بیا د انارشی او ځان طلبی په لمن کی وغورزید او دا ځل بیا تیری بدی خاطری تکرار شوی.

دا ځل د مرگونو چپاو د تیر په شان نه وه او یو بل رنگ یی درلود او هغه دا چی مخکی د ټولو دشمن معلوم او یو وه مگر دا ځل دشمن نه معلومیده او میندی بوریدی. تیر ځل دشمن پردی وه او ورور به د ورور په وژنه غمیده او د انتقام لپاره به یی ټوپک تر غاړی کاوه مگر دا ځل داسی نه وه؛ دا پلا اوس ورور وژنه وه او وژونکی او وژل شوی له یوه کور وه. لمړی پلا هدف معلوم وه مگر دا ځل د یوی ورکی پر سر وژنه وه او ویر کډ و .

اوس سوال دا پیدا کیږی چی ددی واړو ملي جنایتونو تر شا د چا لاس و او هغه ملی خاینین څوک وه چی دا ولس یی سو لسیزی د نړئ له کاروانه پاتی او بی پرمختگه کړ؟.
زه نه غواړم چی یو لوری په گوته کړم او دا ځکه چی ددی ټولنی په کنډواله کولو کی هیچا هم اسره نه ده کړی او په تیره بیا هم ( د غله په گیره خس وی ) او کله چی هم د ملی غدار او خاین نوم واغستل شی نو ددوی په ډډو ښارښ لگیږی.

له دی وروسته د طالبانو حکومت یو بل دور و او لا ډیر یی دا هیواد له خپلو خپو وغورزاوه. که څه هم دمجازاتو د پرنسیپ په درلودلو یی د هیواد امنیت تر ډیری کچی لوړ کړی وه مگر دا چی ولی نوری خواوی يي د ناکامئ لامل وگرزیدی؛ هغه بله موضوع او د سیکی بل مخ دی.

دا چی افغانستان او ولس یی د دوه زرمو کلونو پوری د سرونو او شخصیتونو په قربانئ ایله سا راور سوله او د بن له جرگی وروسته چی د 2001 کال د دسمبر په میاشت کی ترسره شوه؛ او د جمهور رییس حامد کرزی په مشرئ یی موقته اداره منځه ته راوسته؛ دنذراني ځاي دي.
بیا هم دا چی د بن ناسته سومره قانونی او سومره د مصلحتونو پر بنا اوستواره؛ دا هم بيله موضوع ده.

وروسته له دی چی جمهور رییس حامد کرزي د لنډ مهالی اداری واگی د 2001 کال د سمبر د میاشتی پر اوومه خپلی کړی او یو ځل بیا یی ددی کنډواله افغانستان د زیر بناوو او رو بنا په بهبود پسی لستونی بډ وهل دا هم په خپل ځاي نيک پيغام دي
.
د دری لسیزو وروسته د افغانستان د کنډوکپرو بیا ځل تعمیر داسی مثال درلوده لکه چی څوک سل کاله مخکی مړ وی او ته یی اوس په خوله کی پوکي کوی که گواکی بيا ژوندی شی.
د افغانستان هر سه د منځه تللی و او پر هیڅ یی هم زړه نه جوړیده او نه پری سترگی يښي دي نو ځکه خو هم جمهور رییس حامد کرزی د واړو برخو اعمار د صفر له نقطی شروع کړ.
سره ددی چی ښاغلی حامد کرزي د یو لړ چیلنجونو سره مخامخ و مګر بیا یی هم وکولای شو چی د ټولو ولسونو ترمنځ له ځانه د ورورگلوئ او اتحاد سمبول جوړ کړی او هر هزاره؛ ازبک؛ پشتون او نوری واړه پرگنی او قومونه په خپل ځان راغونډ کړی.
دا هم منم چی هر شخصیت او موجود په خپل ځان کی ښی او بدی خواوي لری مگر د جمهور رییس حامد کرزی ښه کارونه د ستاینی ور دی او دا ځګه چي د نومري ډيري کړني داسي دي چي تاريخ به يي ياد ساتي.

د شاغلی حامد کرزی په شخصیت کی هرهغه څه چی ددی مخالف لوری یی د تنقید په څیر په گوته کوی هغه هم د نومری صله رحمی؛ مهربانی او گذشت دی مگر دا هم باید له پامه لری نه شی چی ښاغلی کرزي په خپلی 7 کلني دوره کی له زياتو چیلنجونو سره مخامخ و او له خورا ګټورو دپیپلوماتیکو هلو ځلو یی کار واخست تر څو دا هیواد څه ناڅه سترگو اغستو ته جوړ کړي او که چیری له دی هنره کار نه وی اغستی نو یو ځل بیا به تیری سرګردانئ تکرار شوي واي.

د 2009 کال په کاندیدانو کی ښاغلی کرزی هر هغه څوک دی چی اولس پری باوری دی اوتر يوه حده یی د خلکو د اعتماد رایه تر لاسه کړی ده.
که څه هم شنوونکی او منقادین زیاتوی چی ښاغلی کرزي تر ډيره بریده بین المللی ملاټړدرلود مگر بیا یی هم ونکړای شو چی په هیواد کی بشپړ ټیکاو او سوله راولی مگر بیا هم د هیواد په داخل کی اداری فساد؛ ځان ځانی؛ د لوړپورو چارواکو محوری کیدل؛ خارجی او داخلی فشارونه او داسی نور ددی لامل شو چی جمهور رییس حامد کرزی یی پری نه ښود چی خپل واړه پلانونه په بشپړ ډول تکميل او تولني ته ځان پاک کړي.

که څوک سترگی پټی نه کړی او رشتینی قضاوت وکړی نو دا به ورته جوته شی چی رشتیا هم ښاغلی کرزی اوسنی افغانستان د نوح ع له طوفانه روغ رمت وویست او هر هغه څه یی وکړل چی د تاریخ په پاڼو کی به د تل لپاره پاتی وی.
د قوانینو جورول؛ د یموکراسی د اصل او پرنسیپ پر ځای کول؛ لوی لاری او سرکونه پخول؛ د بی شمیره دولتی او نادولتی پوهنتونونو لپاره د کار زمینه برابرول؛د جونو پر مخ د سواد او پوهی لاره پرانستل او د خارجی هیوادونو د مرستو جلب او جذب یی لا دیری مهمی کړنی دی.

هغو نومیالو چی ځانونه یی د 2009 کال د انتخاباتو لپاره کښلی دی او غواړی چی د ریاست څوکئ تر لاسه کړی د هغوی تر منځ ښاغلی کرزی یواځی او یواځی د بیا کاندیدو وړ شخص دی چی ولسونه او پرگنی پري زړه تړلي شي.

په اخر کي بايد ووايم چي ددي ولس د هر فرد رايه ددي هيواد سرنوشت جوړوي. دا ځل بايد اولسونه ډير بيدار او ويښ اوسي تر څو خداي ناخواسته داسی نه چی د خپلی اندکي تيروتني په سبب داسی بلا ددی ولس پر سرنوشت وټاکی چی یو ځل بیا افغانستان د تاریخ توری کندی ته وغورزوی.