زه د خپل زخمی زړګي و داغ ته دعا غواړمه
و جانانه ! نن ستړي و دماغ ته دعا غواړمه
بیرته چی سمسور د پسرلي په سرو ګلونو شي
ځکه مي ګل رنګه قره باغ ته دعا غواړمه
ماته ئي بخښلی د کوثر په څیر لذت ګرانې
ستا د شونډو ښکلي وایاغ ته دعا غواړمه
خدایه! چي هوا ئي رانه مړ په توره شپه نکړي
زما د توري خوني و څراغ ته دعا غواړمه
بیائي بشرمله چي ظالم راته بمبار نکړي
زه د هغه بر کلي و باغ ته دعا غواړمه