کور / اسلامي / مینا/ د حج یونلیک/ شپږمه برخه

مینا/ د حج یونلیک/ شپږمه برخه

د دوبۍ په هوايي ډګر کې انتظار


موږ د همداسې رنګینو فکرونو او خیالونو په ډولۍ کې وو چې د الوتکې افغان سټیور اعلان وکړ چې زموږ الوتکه نور نو د عربي متحده اماراتو د دولت د دوبۍ آسمان ته را رسیدلې ده نو تاسو د مهربانۍ له مخې خپل کمربندونه بسته کړی او لږ ساعت وروسته به د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر ور ښکته شو.کله چې د الوتکې د عملې له لوري دا خبر خپور شو نو هغه کسان چې د حج دمناسکو د ادا کولو په نیت بیت الله شریف ته روان وو په دې فکر کې شول چې خپل احرامونه بسته کړي. باید وویل شي چې په دې الوتکه کې په دریو ډلو کې ۱۹ داسې افغانان وو چې د حج د فریضې د ادا کولو په موخه را خوځیدلي وو. له دې کسانو څخه زموږ څلورکسیزه ډله چې د رابطه العالم الاسلامي میلمانه وو او لس افغانان د سعودي د وسله والو ځواکونو یا الحرس الوطني میلمان وو. همدارنګه د زابل، بدخشان، کندز، بلخ او پنجشیر د والیانو پنځه کسیزه ډله چې د سعودي عربستان د پاچا میلمانه ګڼل کیدل.
حج ته روان کسان لا په همدې خبرو  کې وو چې خپل احرامونه چیرې او په څه ډول بسته کړو چې الوتکه مو د دوبۍ په هوايي ډګر راښکته شوه.
یو ځلې بیا هم د اولوتکې سټیور ضیا لومړی په دري او بیا په پښتو ژبه دوبۍ ته د الوتکې د راټیټیدو خبر ورکړ، د الوتکې د کپتان، خپل ځان او عملې له لوري یې له ټولو مسافرینو مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې دوبۍ ته په خیر را ورسیدو.
ضیا همدارنګه وویل چې د دوبۍ هوا د حرارت دیرش درجې ده، تر هغه به د دوبۍ مسافرین له الوتکې څخه نه ښکته کیږي چې د الوتکې دروازې نه وي پرانیستلې او موظفو چارواکو تاسو ته د ښکته کیدو نه وي ویلي. هغه همدارنګه وویل هغه مسافرین چې جدې ته روان دي په الوتکه کې دې قرار کښیني او دلته چاته د ترانزیت کوزیدو اجازه نشته. هغه همدارنګه وویل چې زموږ الوتکه دلته له تیل اچولو او یو ساعت تم کیدو څخه وروسته د جدې په لوري پرواز کوي.
نابلدي هم بد شی ده زه د هغو کسانو د ډلې څخه وم چې احرام مې دکالیو په بکس کې وو او بکسونه په جده کې راته تسلیم کیدل نو په دوبۍ کې مې چې هر څومره هلې ځلې وکړې چې یوه جوړه احرام پیدا کړم خو زما هڅه بې ګټې وه او په دوبۍ کې مسوولو چارواکو راته وویل چې دلته د هوايي ډګر په بازار کې موږ احرامونه نه دي لیدلي.
احرامونه د دې لپاره باید تړل شوي وای چې الوتکه مو په میقات باندې د هوا له لارې تیریده او احرام واجب او د حج د ارکانو څخه دی خو که څوک د حج په نیت له میقات څخه تیر شي او احرام یې نه وي پوښلی نو د یوه مال ذبح کول یا (دم) ور باندې اوړي. هغه په دې ډول چې د حج په ورځو کې باید یو مال حلال او د مکې مکرمې په بیوزلو کسانو یې تقسیم کړې. په ما باندې هم د احرام د نشتوالي له کبله ښه پوخ دم واوښت چې د قربانۍ سره یو ځای مې د لوی اختر په لومړۍ ورځ په مکه مکرمه کې خپله غاړه ځینې خلاصه کړه او دم مې ادا کړ.
هغو کسانو چې احرامونه یې درلودل خپل احرامونه یې د الوتکې په منځ کې وتړل او هغه مسافر چې دوبۍ ته راغلي وو نو ژر ژر له الوتکې څخه کوز شول او په خپله مخه ولاړل. هغه افغان سوداګر ښاغلی محمد آصف هاشم چې ما یې مخکې یادونه وکړه هم تر دوبۍ پورې له موږ سره ملګری وو نو چې کله ښکته کیده په خندا خندا یې له موږ سره په مخه ښه وکړه او و یې ویل: څه د درواغو سات به درته کوم، ځکه د دې امکان نشته چې له ماسره کوز شی نو یو ځلې را غاړې وزی چې خدای پاماني وکړو او زه د مبرور حج دعاوې درته کوم خدای مو په خیر سره ورسوه.
د الوتکې کپتان داسې یو ترک تبار وو چې لوړه ونه یې درلوده او ښکلې جامې یې په تن وې کله یې چې ولیدل چې زموږ ځینې ملګري احرامونه بسته کوي نو په ترکي ژبه یې وویل: ماشاالله حج ته ځي، خدای مو حج قبول کړه.
په دوبۍ کې د ناستې پر مهال زموږ ځینو ملګرو د سټیورانو د خبرتیا په خلاف کوښښ کاوه چې له الوتکې څخه کوز شي. د پنجشیر والي  خو په دوبۍ کې  د آریانا افغان د هوايي الوتنې استازي ته دا خبره هم وکړه چې دا څنګه حکومت دی، ستر، ستر والیان او لوی، لوی شخصیتونه د الوتکې په داخل کې ناست دي او له الوتکې څخه د کوزیدو اجازه نه لري. تاسو نه وی خبر چې موږ راځو؟ له دې مخکې کله چې د میقات په تیریدو سره په حاجي باندې د احرام د نه تړلو په صورت کې د ذبح د واجب کیدو خبره راپورته شوه نو هغه مهال همدې ښاغلي په ډیره بې باکۍ سره دا خبره رد کړه او ویې ویل چې هیڅ پروا نه لري، دلته احرام مه تړی زه فتوی درکوم چې تاسو نه ګنهګاریږی. خو بیا ښاغلي حلیمي صاحب او نورو ملګرو د نوموړي خبره په مستندو دلایلو رد کړه.
اصلي خبره دا ده چې هر هیواد د ترانزیت ځانګړي قوانین لري او آریانا یو هوايي شرکت به څه به وکولای شي او په دې کې د ټول حکومت څه ګناه ده چې بد او رد ورته ویل کیږي. دلته د ورځې زرګونه داسې کسان ځي او راځي لکه همدا اوس چې په دې الوتکه کې ناست دي خو چا دومره لویه او بیځایه غوښتنه چیرې نه ده کړې.