کور / تازه خبرونه / د غزني ودانولو ته ۲۰۰ ميليونه ډالره اعلان سول

د غزني ودانولو ته ۲۰۰ ميليونه ډالره اعلان سول

د افغانستان د ښاري پراختيا وزارت چارواكو خبر وركړ، چي د غزني ولايت دپاره يې د ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت بېلابېلي پروژې منظوري كړي دي.
د ښاري پراختيا وزير انجينر محمديوسف پښتون وايي له تېرو څو كلونو څخه په دې هڅه كي وو، چي د غزني ښار د آبادۍ دپاره پيسې ترلاسه كړي.
د نوموړي په وينا په دې پروژو كي د يوه نوي او پر نقشې برابر ښارګوټي جوړول، د سړكونو پخول، د الوتكو ميدان جوړول، د ښوونځيو، روغتونو او نورو عام المنفعه ځايونو جوړول شامل دي.
د يادوني وړ ده چي په دې پلان كي د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا د غزني د تاريخي ابداتو د ساتني او ترميم پروژې هم شاملي دي.