دريانوستي خبري اژانس دخبر له مخې دليبياولسمشر ( معمرالقذافي) په خپلو خبروکي خپل امريکايي سيال بارک اوباما ته په خطاب کي څرگنده کړه چي واشنگتن بايد دالقاعدې دسازمان درهبر سره دسولي (پخلاينې ) په لټه کي شي .
دهمدې خبري اژانس دراپورله مخې معمرالقذافي دامريکا دامريکا ولسمشر بارک اوباماته وړانديز وکړچي ((اسامه بن لادن)) ته دسولي (پخلاکېدو) فرصت ورکړي .
معمرالقذافي چي دويدوکنفرانس په مټ ئې د((جورج تاون )) محصلينوته خبري کولې ،روښانه کړه چي ((اسامه بن لادن)) له ځانه داسي علايم ښکاره کړې دي چي گوياخبرو اومذاکرې ته علاقه لري .
هغه چي په عربي ژبه ئي د((جورج تاون )) محصلينوته وينا کوله وويل : ((زه فکر کوم اسامه بن لادن داسي يو سړۍ دی چي کېداي سي هغه ته دا فرصت ورکړل سي.ممکن اسامه بن لادن به دسولي اوپخلا کېدو غوښتو نکي وي . ))
ليبيا کلونه دامريکادمتحده ايالاتوسره خپل منځي سړې اړېکي درلودې ،خوپسله هغه چي دهسته يي مسلې په اړوندددواړو هيوادوتر منځ يو موافقه لاسليک شوه، ددواړو هيوادواړېکي مو پر ښه کېدو شوې .