کور / تازه خبرونه / په لغمان کې سلګونو خلکو په لاريون لاس پورې کړ

په لغمان کې سلګونو خلکو په لاريون لاس پورې کړ

په لغمان کې سلګونو ولسي خلکو او د ولايتي شورا غړيو په يو سوليز لاريون لاس پورې کړ او د ايتلافي ځواکونو  لخوا يې په ګړوچ کې د ولسي وګړيو وژنه په کلکه وغندله. لاريون کوونکي چې په شړکنده باران کې د مهترلام ښار لارو او کوڅو ته راوتلي ول  د امریکا او ناټو ځواکونو پر خلاف يې  شعاورنه وکول. د لغمان د ولايتي شورا مرستيال ګلزار سنګروال وايي چې د ايتلاف په دغو بريدونو کې ۲۷ تنه ولسي خلک وژل شوي او د ټپيانو شمېر نه دی معلوم، خو د لغمان د والي وياند سيد احمد صافی بيا وايي چې دايتلاف په بريدونو کې يوازې ۱۰ تنه وژل شوي چې پکې څو تنه د دولت مخالفين هم شامل دي. بل پلو ايتلافي ځواکونه په ياده سيمه کې د ولسي خلکو وژنه نه مني او وايي چې دوی ۱۵ تنه د دولت مخالفين وژلي او يو تن يې ژوندی نيولی. دا په تېرو څو ورځو کې د ناټو ځواکونو دويم وار دی چې په لغمان کې بې ګناه ولسي خلک په نښه کوي،خو د خپل سپيناوي لپاره بياپه خوله لاس راکاږي او  د ولسي وګړو مرګ ژوبله نه مني.