د امريكا د سمندري پوځ يوه لوړ پوړي جنرال د جمعې په ورځ وويل شل زره امريكايي پوځيان اماده دي، چي ډېر ژر به افغان ماموريت ته روان سي.
جنرال جيمز كانوې وايي دغه پوځيان به د اوو مياشتو په جريان كي افغانستان ته ولېږل سي، چي ډېره برخه به يې په جنوبي ولايتونو كي ځاى پر ځاى سي.
د امريكا د سمندري ځواكونو دغه پوځيان د هغو ۳۰۰۰۰ زرو عسكرو برخه ده، چي امريكايي ولسمشر باراك اوباما يې افغانستان ته لېږلو خبر له مخكي لا وركړى و.
اوباما غواړي د عراق جنګ ته خاتمه وركړي او له په افغانستان كي د طالبانو پر ضد جنګ ته شدت وركړي او وايي كه اړتيا پېښه سي، ښايي تر ډيورنډ ها خوا په قبايلي سيمو كي هم عمليات پيل كړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه