د متحده ايالاتو پخوانى سناتور او د کال ١٩٧٢ د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د ديموکرات گوند کانديد،جورج مک گورن، د جنوري پر ٢٣ د واشنگټن پوست په ورځپاڼه کي د امريکا نوي جمهورريس اوباما ته يو ليک خپروي. البته ليک خپله يوه تحليلي مقاله ده، او هم د يوه پخواني امريکايي مشر سياستوال نشنلسټي او بشري تمايلات بيانوي. هڅه سوې ده چي د مقالې ټول مهم ټکي ترجمه سي، خو په عين زمان کي د اجمال خيال هم وساتل سي.
ښاغلي جورج مک گورن ليکي: “جمهورريس اوباما زه ستاسو لپاره يو سپارښت لرم. لطفا ددې هڅه مه کوئ چي د متحده ايالاتو د اردو په مټ افغانستان سم کړئ. له عراق څخه زموږ عسکر را ايستل او افغانستان ته يې لېږل له بارانه را ولاړېدل او تر ناوې لاندي کښېنستل دي.”
ريشتيا هم متحده ايالات د نړۍ تر ټولو ستر پاور او طاقت دى، مگر يوه پېړۍ پخوا برتانيې همدا مقام لاره، او کله چي يې د افغانستان د جنگسالارانو او اقوامو د اېلولو تکل وکړ، د ډېرو سختو تاوانونو سره مخامخه سوه. همدا راز، شوروي اتحاد هم د خپل وخت يو سوپر پاور وو، او قريب يو لک عسکر يې په کال ١٩٧٩ کي افغانستان ته واستول، ليکن يوه لسيزه را وروسته مات او گوډ خپل هېواد ته را روان سو. همدې صدمې د شوروي اتحاد د نهايي سقوط سره مرسته وکړه.
منطق دا امر کوي چي زموږ عصري پوځ او طاقت_ او البته فرضي ښه نيت_ بايد موږ په افغانستان کي بريالي کړي، خو په جنوبي اسيا کي منطق هر وخت کار نه ورکوي. هغه افغاني جنگسالاران چي د غرونو پر څوکو ناست دي او يو د بل پر خلاف ډزي کوي، د هغوى د اتحاد او يووالي يوازنى عامل د يوه بهرني او پردي طاقت مداخله وي ، دا فرق نلري چي دا بهرنيان بايد انگرېزيان وي، که پروني روسان وي، او که ننني امريکايان.
زه له ډېر وخت راهيسي پدې عقيده لرم چي پوځي طاقت د ټروريزم حل ندى. په مېنځني ختيځ کي زموږ د پاليسيو سره کرکه په عراق کي زموږ مداخله، په سيمه کي د سعودي عربستان او مصر په شان مستبدو حکومتونو سره زموږ مرسته او همکاري، او د اسرايلو سره زموږ ملاتړ ايجادوي. موږ بايد لدې سيمي څخه خپلي قواووي را وباسو، او د ټروريسټانو لپاره نور د کرکي د ډېرولو فرصت برابر نه کړو. موږ بايد له عراق، افغانستان، سعودي عربستان، قطر او نورو ځايونو څخه خپل پوځيان را وباسو. موږ ته پکار ده چي پدې سيمه کي خپل تحميل سوي پوځي اډې وتړوو، ځکه هغوى موږ ته هيڅ خير او گټه نه را رسوي بلکي په سيمه کي زموږ پرخلاف بد احساسات لا را پاروي.
د شلمي پېړۍ په سر کي، برتانويانو فکر کاوه چي په عراق کي به خپل نفوذ خور کړي، خو داسي ونه سوه. ځکه هغه خلک چي د استقلال او ازادۍ خيال په سر کي لري، هغوى هيڅ وخت د بل ملک پوځي اډې پخپل هېواد کي نه غواړي. په ١٧٧٦ کي، تاسو به هم حتما لوستلي وي چي ١٣ کوچينيو مستعمرو د برتانيې ستره امپراتوري د امريکا له خاوري څخه پسي واخيسته.
په ٢٠٠٣ کي، جمهورريس بوش د ټروريزم د کمولو تر پلمې لاندي د عراق د نيولو امر ور کړ، مگر شپږ کال را وروسته په عراق کي ټروريزم او داخلي جنگونه لا زيات سويدي. که چيري موږ افغانستان د خپل جنگ محور وگرځوى، همدا کانه به هلته هم را باندي وسي.
زه خبر يم چي ځيني امريکايان ما ډېر ايډيالسټ بولي. خو وخت نا وخت ايډياليزم تر ټولو ښه رياليزم وي. ايډياليزم او رياليزم بايد يو بل رد او ترديد نه کړي. د عراق اشغال نه يوازي هغه عراقيان قهرولي دي چي د خپلي کورنۍ کوم غړى، گاونډى، او يا کورونه يې له لاسه ورکړ دي دي، بلکي په گرده اسلامي نړۍ کي يې زموږ پر خلاف بد احساسات را پارولي دي او د مځکي د کرې په هغه مهمه سيمه کي يې زموږ سياسي ليډرشيپ لړزانه کړى دى.
ښاغلې جمهورريس اوباما لکه تاسو غوندي زه هم د ټولو جنگونو مخالف نه يم. ما په دوهمي نړيوالي جگړې کي د خپل وطن د دفاع په غرض وسله واخيسته. مگر نن سبا د هغه عادلانه جنگ يادونه دي چي ما ددې ويلو ته اړباسي چي موږ بايد خپل ځوانان هغو بابېزه او غېرضروري جنگونو ته وا نه ستوو چي موږ په دننه او بهر کي کمزوري کوي، او هم حتى ښايي د خداى په دربار کي مو هم گناه کاره حساب کړي.
زموږ عسکرو په ډېرو عملياتو کي برخه اخيستې ده. هغوى دوه، درې، او يا څلور ځله د جنگ ميدانونو ته استول سوي دي. هغوى مېرمني، ماشومان،ميندي، او خويندي لري. هغوى د روحي فشارونو سره لاس او گريوان دي. زموږ زړه ور او بهادر عسکر مړه،گوډ، ړانده، او ټپيان دي. ښاغلي اوباما زما سپارښت دا دى چي راځه د پنځو کالو لپاره نور هيڅ تهاجمي جنگ و نه کړو. په همدې موده کي به د ماشومانو لپاره ډوډۍ او خوراکي مواد برابر کړو. افغانستان د نړۍ د هېوادونو تر ټولو غريب هېواد دى، راځه چي هلته د فقر او لوږي سره مقابله وکړو. ايا زما مفکوره يوه خوب او خيال دى؟ نه. نه. هيڅکه نه. زما نظريه تر جنگ ډېره ارزانه ده. زما د مفکورې سره سم به د ماشومانو لوږي خېټي مړې سي، او هم به هغوى مکتب او زدکړي ته را جلب سي. باور وکړه چي ښايي همدا د ټروريزم پر خلاف کاري اوده وي. د بل جنگ لپاره لا ډېر وخت سته، خو لوږې انتظار نه مني.