کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا اهداف لنډ مهاله او څرګند دي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د برطانیې د یو پخواني جنرال له خلې دا هم لیکلي دي چې د افغانستان شته ستونزې یوازې په پوځي لاره نشي هواریدلې.

ورخپاڼې د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې په اړه د پاکستان ژمنو ته په اشارې لیکلي دي چې پدې برخه کې د اسلام اباد لخوا کیدونکي اقدامات کافي  ندي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ ډیري مطالب افغانستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر سفر او له افغان چارواکو سره د هغه لیده کاته ته ځانګړې کړیدي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله د زرنج دلارام د لوې لارې په پرانستلو تبصره کړې او د هغې اقتصادي او سوداګریز ارزښتونه يې څیړلې دي.

ورخپاڼې په افغانستان او پاکستان کې د ښوونځیو د تړلو لپاره د طالبانو په اقدام د هیواد د دینې عالمانو د شورا غبرګون راغستې چې دغه عمل يې په کلکه غندلې دې.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په شتو ستونزو او د هغو د حل لپاره د امریکا د نوي ولس مشر په اقدماتو تبصره کړې ده.

ورخپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې افغانستان ته د نږدې کیدو لپاره د روسیې لیواتیا هم له بیلابیلو اړخونو څیړلې ده.

ورخپاڼې د بګرام د هوايې ډګر د زندان په اړه هم چې د امریکایانو لخوا اداره کیږي یو مطلب خپور  کړې دې


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د یوې سرپرستې ادارې جوړول تر بحث لاندې نیولې او لیکلي دي چې داسې یوه اداره کولې شي واک پخپل لاس کې ونیسي.

ورخپاڼې په یو بل ځاې کې لیکلي دي چې بارک اوباما په تخت کیناستلو خو امریکا هم هغه امریکا ده.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د ولسي جرګې د یو اداري غړي په حواله لیکلي دي چې ددې جرګې په اداري چارو کې فساد موجود دې.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د روسي ځواکونو د یو انځور په خپرولو سره د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې روسیه د افغانستان پسې ده.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې  د افغان حکومت کړنو ته په اشارې لیکلي دي چې ولس مشر کرزې باور بایلي


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان په بیارغونه کې د هند په رول تبصره کړې او هغه يې فعاله بللې دې.

خو اصلاح بیا د هیواد له جهادي مشرانو سره د ولس مشر کرزي په وروستۍ مشورتي غونډې تبصره کړې او هغه يې د شتو ستونزو د حل لپاره مناسب ګام بللې دې.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې ممکنه بدلونونو ته په اشارې لیکلي دي چې  اساسي ستراتیژۍ باید بدلون ومومي ځکه د لیکوونکي په باور د یو کس په تلو سره ستونزې نه هواریږي.

ورخپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې دې چې د کورنیو چارو وزیر او کابل ښار به ژر ولسي جرګې ته وغوښتلې شي.

ورخباڼې د چاپیریال د ککړیدو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې او لیکلي دي چې دې مسلې ته باید جدي پاملرنه وشي.