د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د ارجنټاین په پلازمینه بونس ایرس کې د کرکټ د نړیوال کپ ته د لارموندنې په درېیم پړاوو کې د افریقا له پياوړې لوبډلې یوګانډا سره مخ کیږي.
له یوګانډا سره د افغانستان ننۍ لوبه د فاینل په معنی ده که افغانستان له یوګانډا ننۍ لوبه وګټي نو بیا نورې لوبډلې ورته د هیڅ په معنی دي.
یوګانډا پياوړې لوبډله ده چې له کینیا او بنګله دیش سره هم لوبېدلې.
خو د افغانستان کپټان نوروز منګل وايي که څه د یوګانډا لوبډله پیاوړې ده ولې دوی ترې ویره نه لري.
هستي ګل عابد لر او بر ویبپاڼې ته وویل انشا الله ښه لوبه وکړي هستي ګل عابد چې د افغانستان تېز بالر دی ددی ترڅنګ ښه بېټسمین هم دی هستي ګل وايي د تل په څېر به دی، دولت احمدزی، حمید حسن، محمد نبي او احمدشاه احمدي د مخالفې ډلې لوبغاړي ژر ژر سوځوي.
اتل ستوري ریس احمدزي بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل دوی دا ځل په بېټېنګ هم کار کړی هغه وویل له کیمیون ایسلینډ سره د افغان لوبډلې بېټېنګ ددی ثبوت دی.
هغه وویل احمدشاه احمدي او شفق به او پنران وي ، کریم صادق، اصغر ، نوروز منګل او پخپله به د مخالف لوري بالرانو سره ښه لوبه وکړي.