کور / تازه خبرونه / دافغانستان کرکټ بورډ: افغانستان کيمان ته ماتې ورکړه

دافغانستان کرکټ بورډ: افغانستان کيمان ته ماتې ورکړه

کابل ، د سلواغې ٤مه، 

د ٢٠١٢ زيږديزکال د کرکټ د  نړيوال جام د تياريو په لړ  کې افغانستان تېره شپه په ارجنټاين کې د کيمان جزايرو لوبـډلې ته  په يوه دوستانه سيالۍ کې  ماتې ورکړه .

د کرکټ  ملي لوبډله دا مهال په ارجنټاين کې  د ٢٠١٢ زيږديزکال د کرکټ د  نړيوال جام د غوراوي ددرېيم پړاو په سياليو کې د ګډون په موخه ددغه هېواد پلازمينه بيونس ايرس کې ده .

ملي لوبډلې پرون دامريکا د کيمان جزايرو له لوبډلې سره يوه دوستانه لوبه وکړه .

دکرکټ ملي لوبـډلې لوبډله لوبه يا بيټنګ وکړ او په ټاکل شويو  ٥٠ اورونو کې د اوه تنو لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٦ منډې جوړې کړې .

د  افغانستان له لوري رييس احمدزي او محمد نبي تر ټولو زياتې پنځوس، پنځوس منډې جوړې کړې .

د ملي لوبـډلې د تکړه او تېز توپ اچوونکي ( بالر) حميد حسن د ښې توپ اچونې له امله سيالۍ لوبډله په يواځې په ١٧١ منډو وسوځولېدله .

حميد حسن د مخالف  لوري درې لوبغاړي وسوځاوه.

د ارجنټاين په سياليو کې د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه، هانګ کانګ، يوګنډا، ارجنټاين، پي اين جي، او جزاير کيمان برخه لري .

د ارجنټاين سيالۍ سبا د سلواغې  په پنځمه ( د جنورۍ ٢٤مه) پيل او افغانستان خپله لومړۍ سيالي  په همدې ورځ له يوګنډا سره کوي .

ديادونې وړده چې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله د غوراوي په پنځم او څلورم پړاو کې اتلولي ترلاسه او درېيم پړاو ته يې لاره موندلې وه.

که افغانستان د درېيم پړاو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي، د غوراوي لومړۍ پړاو ته لاره پيدا کوي، چېرته به چې ١٢ هېوادونه ګډون کړي او له دغو ١٢ هېوادونو څخه به څلور هېوادونه د ٢٠١١ زيږديز کال په نړيوال جام کې ګډون کوي . 

جاوېد هميم کاکړ

دافغانستان دکرکټ بورډ وياند

٠٧٠٠٢٦٦٦٢٧