په کابل کې ويدا خصوصي ښوونځى عمومي مدير ته اړتيا لري
ويدا خصوصي ښوونځى په لاندې شرايطو برابر عمومي مدير ته اړتيا لري :
– د شخصي يا خصوصي ښوونځيو له ښوونيز سيستم سره بلدتيا،
– په انګريزي ژبه او کمپيوټر باندې تسلط درلودل،
– د افغانستان د پوهنې له سيستم سره بلدتيا،
– په اداره او منجمنټ کې زده کړه،
– په ټولنيزه برخه کې د لوړو زده کړو سند درلودل،
– پنځه کاله کاري تجربه،
– په پښتو او دري ژبو بشپړ مسلط،
– له هېواد څخه په بهر کې په ښوونيزه برخه کې د کاري تجربې درلودونکي ته دلومړيتوب حق ورکول کېږي،
وړ کس ته کافي تنخوا ورکول کېږي.
مينه وال کولى شي، چې په لاندې پتو خپل پيژندنه ( CV ) او تحصيلي اسناد موږ ته د روان کال د جنوري تر پايه را ولېږي:
ويدا ښوونځى، خوشاله خان مېنه، لومړۍ برخه د ويدا ښوونځي اداره.
Weda.school@gmail.com
0777211006
0700221340
0708198490