کور / تازه خبرونه / امريکا: د ګوانتانامو زندان په يوه کال کي تړو

امريکا: د ګوانتانامو زندان په يوه کال کي تړو

د امريکا جمهور رئيس باراک اوباما د کار په لومړۍ ورځ د ګوانتانامو د بنديانو محاکمه د ١٠٠ ورځو دپاره وځنډول او نن يې پرېکړه وکړه چي په يوه کال کي به دغه زندان تړي.
باراک اوباما د انتخاباتي کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه چي له ٢٠٠١ کال راهيسي د بوش له خوا د کيوبا په ګوانتانامو ټاپو کي خلا ص سوى زندان به تړي.
په دې زندان کي په سوونو عرب، پاکستانيان او افغانان بنديان دي، چي د سپټمبر تر يوولسمي وروسته امريکايي پوځيانو په بېلابېلو عملياتو کي نيولي دي.
د بشري حقونو نړيوالو ټولنو د امريکا پر دې زندان کلکي نيوکي کولې او د بندېدو غوښتنه يې کوله.
له ګوانتانامو زندان څخه خلاص سوي بنديان وايي هلته امريکايي پوځيان، نه د دين، نه مذهب او نه هم هيڅ يوه بشري حق پابنده دي او د بنديانو پر هر ډول انساني حقونو تېرى کوي، په سپيانو يې داړي، لوڅ يې دروي او د عقايدو يې سپکاوى کوي.