د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د امریکا د نوي ولس مشر بارک اوباما د کار پیل ته په اشارې د فرانسې د خبري اژانس د څیړنې په استناد لیکلي دي چې اوباما په افغانستان کې یوه سیمه ایزه ډیپلوماټیکه ستراتیژۍ تعقیبوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د یو سیاستوال دا سپارښتنه هم راغستې چې د اوباما حکومت باید پدې پوه شي چې د حل هیڅ یوه پوځي لاره نشته.
ورځپاڼې په عینې حال کې د الجزیرې ټلویزیون دا څیړنه هم راغستې چې بوش یوازې جګړه او بې کاري په میراث کې پریښې ده.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د هم غږۍ په اړتیا هم ټینګار کړې دې.
په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبله د ورخباڼې بل مطلب دې چې پکې ددې ستونزې د حل غوښتنه شوې ده.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې کابل ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر سفر ته په اشارې لیکلي دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا تینګیږي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر ورکړې چې ولس مشر کرزي له جهادي مشرانو سره د ځینو ملي مسایلو په اړه مشورتي غونډه وکړه.
ورخباڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د اداري فساد په ستونزې تبصره کړې او لیکلي دي چې د ادارو ځندني اجراعات د اداري فساد یو اصلي سبب دې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې اوباما دې د چینج یا بدلون پالیسې باید تر ټولو مخکې په افغانستان کې پلې کړي.
ورځپاڼې په هلمند کې د راې ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې د پیل په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.
ورخپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د خبرو او اړیکو مسله څیړلې او پوښتلي دي چې دا خبرې د کومې ستراتیژۍ له مخې کیږي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ولس مشر راتلونکو اقداماتو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې يې د طالبانو د یو ویاند په حواله لیکلي دي چې اوباما باید د پخواني شوروي اتحاد او بوش له سیاستونو عبرت واخلي.
ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي د څرګندونو په اړه چې پکې د افغان حکومت په کړنو انتقاد شوې کلک انتقاد کړې دې.
ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې په کابل کې برښنا زیاتیږي او دغه ښار به چراغان شي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورخباڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د بارک اوباما د کار پیل ته په اشارې هغو بحثونو ته کتنه کړې چې د ترهګرو په خلاف د روانې مبارزې د څرنګوالي او اغیزمنتیا په باب پورته شویدي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د اوباما د وروستۍ وینا پدې برخې تبصره کړې چې ویلي دي چې په افغانستان کې به سوله راولي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا کابل ته د امریکايې ځواکونو د مرکزي قومندان د سفر په اړه لیکلي دي چې جنرال پیټروس په افغانستان کې د عملیاتو د نوې څپې د څیړلو لپاره راغلې وو.
ورځپاڼې کابل ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر سفر ته په اشارې لیکلي دي چې دا دواړه هیوادونه ستراتیژیکه دوستي لري.
ورځپاڼې په هیواد کې د غنمو د سختې اړتیا او په وخت سره د هغې د نه رسیدو په اړه هم تبصره کړې ده.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د بارک اوباما او د ولس مشر کرزي جلا جلا انځورونه خپاره کړې او دا دواړه شخصیتونه يې څیړلې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې او لیکلي دي چې د هرې ستراتیژۍ بدلون د انتخاباتو له شفافیت سره تړاو لري.