د فرانس پريس آژانس د فرانسې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړ، چي دغه هيواد افغانستان ته د نورو پوځيانو لېږل نه غواړي.
فرانسه په داسي حال کي افغانستان ته د خپلو پوځيانو له لېږلو څخه انکار کوي، چي د امريکا ولسمشر باراک اوباما له ناټو غړو هيوادونو څخه افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو هيله څرګنده کړې وه.
د فرانسې ته د دفاع وزير هروي مورين وايي فرانسه په افغانستان کي د ضرورت وړ عسکري حضور لري، او د دغه هيواد له حکومت سره د پام وړ مرستي کړي دي، د پوځيانو د شمېر ډېرېدلو ته اړتيا نه ليدل کېږي.
فرانسه تر امريکا، انګلستان او کاناډا را وروسته څلورم هيواد دئ چي په افغانستان کي زيات عسکر لري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه