دلغمان ولايت د عامې روغتيا په رياست کې د ښځينه و دکېناستو او اوسېدو لپاره ۱۴ خونې جوړېږي. ددغه ولايت د والي وياند سيد احمد صافی وايي پر دغو خونو به ۱۷۴ زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې پیسې به يې د يونيسف مرستندويه ټولنه ورکوي او د جوړېدو چارې به يې شپږ مياشتې وخت ونيسي صافی وايي دا خونې دهغو ناروغ لرونکو ښځو لپاره جوړېږي کومې چې د لرو پرتو سيمونه خپل ناروغان دعامې روغتيا روغتون ته راولي.