کور / تازه خبرونه / طالب قومندان حاجي ادم خان ووژل سو

طالب قومندان حاجي ادم خان ووژل سو


ايتلافي ځواکه وايي د طالبانو لوړ پوړى قومندان حاجي آدم خان يې په يوه هوايي بريد کي وژلى دئ.
حاجي آدم پرون د هلمند سنګين ولسوالي ته په لاره کي له خپل يوه بل ملګري سره وژل سوى دئ.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي نوموړى په سيمه کي تر ملا دادالله را وروسته د طالبانو غټ قومندان په ګوته کړ، چي په تېرو دوو کلونو کي وژل کېږي.
د ښاغلي ولي کرزي په وينا حاجي ادم د طالبانو مهم مشر وو، چي په سيمه کي يې نفوذ درلود او همدا راز يې طالبانو ته جنګي پلانونه جوړول، مالي مرستي يې ورسره کولې او نوموړى د طالبانو هغه قومندان و چي د نشيي توکو په قاچاق کي يې غټ لاس درلود.
د طالبانو د دې قومندان د وژني خبر پر داسي مهال ورکول کېږي، چي وړمه شپه طالبانو د کندهار په ښار کي د پوليسو پر څو ماموريتونو وسله وال بريدونه وکړل او حکومتي پوليسو ته يې د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کوله.
درې ورځي دمخه ايتلافي ځواکونود ملا عبدالرحيم په نامه په کندهار کي يو بل طالب قومندان هم وژلى وو، چي وايي د سړک د غاړي په بم جوړولو کي ماهر وو.