د سوات د مېنګوري ښار ته نژدې د نجونو يو بل ښونځى په بم الوزول سوى دى
د شمالي پښتونخوا د سوات ولسوالى د مېنګوري ښار ته نژدې دقمبر په سيمه كې ناپېژاندو كسانو د نجونوپه يو بل ښونځي كې چاودنه كړې او هغه يې په بشپړه توګه وران كړى دى
د يادونې وړ ده چي په دغه سيمه كې له وړاندي لاد طالبانو له خوا د نجونو پر تعليم بنديز لګول سوى او دا د اسلام پر ضد كار بلل سوى دى
تر دې مهاله په سوونه نارينه او ښځينه ښونځي له منځه وړل سوي او په زرګونه ماشومان د علم له رڼا څخه بې برخي كړل سوي دي