دپښتونخواملي عوامي ګوند د لوستونكو د څانګې ’’ پښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن ٌ له خوا په يوه خبرپاڼه كې ويل سوي دي چي دغه تنظيم به د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه سهار ۱۱ بجې د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي د مطبوعاتي مركز مخي ته يوه احتجاجي مظاهره كوي
دپښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن د جنوبي پښتونخواسكريټري كبيرافغان لراوبر ته وويل چي د دغې احتجاجي مظاهرې مقصد په سوات كې د تعليمي ادارو د سوځولو ،بندولو ، په زرګونه نجونې او هلكان له زده كړو بې برخي كولواو په دغه سيمه كې د رواني بدامنۍ غندنه كول دي
هغه زياته كړه چي له ټولو علم اوقام دوسته لوستونكو څخه په دې احتجاجي مظاهره كې د ګډون هيله كوو