د هند د بهرنیو چارو وزیر پرناب مکرجي نن چهارشنبه د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې کابل ته ورسېد، پرناب مکرجي چې د افغانستان د باندینیو چارو د وزیر رنګین دادفر سپنتا په بلنه کابل ته تللی، له خپل هم سیال سره یې ولیدل.
د بهرنیو چارو دواړو وزیرانو پخپلو کې د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر سر، امنیت، له تروریزم سره مبارزه او په سیمیزو موضوعاتو خبری وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند سلطان احمد بهین وویل د مکرجي دا سفر د هند او پاکستان ترمنځ د ممبيي د کړکیچ په سر ندی.
مکرجي به د بهرنیو چارو وزارت د سټور د قصر د بیارغونې چارې پرانیزي او اټکل شوې له ولسمشر کرزي سره به هم وویني.