کور / تازه خبرونه / په بغلان کې ځانمرګی برید شويدی.

په بغلان کې ځانمرګی برید شويدی.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې ددی ولسوالۍ د امنیه قومندان د ورور د واده د مراسمو په مهال ځانمرګی برید شوی چې له امله یې امنیه قومندان پخپله او اته تنه نور ټپيان شويدي. په ټپیان شویو کې د امنیه قومندان افضل خان ترڅنګ پنځه ماشومانو او نور ټپیان هم شامل دي. د بغلان والي اکبر بارکزي رسنیو ته پېښه تایئد کړې ولې د ټپیان د ټپ د حالت په اړه یې څه ندي ویلي. یوه عیني شاهد لر او بر ویبپاڼې ته د مرکزي بغلان نه د ټیلیفون په لیکه وویل که څه امنیتي تدابیر نېول شوي وو ولې بیا هم ځانمرګي کوښښ کاوه ځان امنیه قومندان ته ورسوي. دا پدی یوه ورځ کې دوهمه ځانمرګې پېښه ده.