دا منم چي انتظار خو
د انګار تر منځ سوځاند وى
د مرګي تر ترخو تريخ وى
د اسمان تر ختو ګران وى
هرساعت هره لمحه يې
د اغزو پر سر ژوندن وى
د چړوپر څوكو يون وى
په بې كچه ناوسۍ كې
د روان ظلم سهل وي
له ناكامه په سوكونو
غر د هجر نړول وي
دا لا څه تر دې هم ګران وى
پر دنيا د دوږغ ميان وي
خو بس څه وكم چي زه هم
مجبورۍ دې ته اړيستى
چي بورى تاته درپرېږدم
د زړګي پر ارزوګانو
د ناكام ډبره كښېږدم
دا بې تا چي لكه شل دى
د بې حسه شيانو مل دى
وچ ولاړ وخت پرمخ بوزم
او خپل ځان په هغو ګډ كم
څوك چي هر څه پټ په زړه كي
د يو راز په رنګه ساتي
خو قربان دي سم ترمينه
زړغوني ږغ دي جار سم
ژاړه مه زړه دي درټول كه
يو څو شپې دي سي به تېري
ما هم كړې اراده ده
ستا مي ډېره اندېښنه ده
را روانه چي جمعه ده
بس هم هغه مي وعده ده
اوس نو ښه بې غمه ښوره
بې صبري مه كوه نوره
د زړه ميان د سترګو توره
زه درځم ته مه ليار ګوره
……………………………………………
۱۹مه جنوري ۲۰۰۹م
ستار روډ كوټه
جنوبي پښتونخوا
boriwalkakar@yahoo.com