کور / شعر / غزل

غزل


دغم ښکالومې دزړګي دخوني تیر ښوروي
پکې راځوړند ستادښکلي مخ تصویر ښوروي

راځه اشنا چې دځوښۍ لحظې شریکي کاندو
رقیب دمکرپه منګولوراته ویرښوروي

یوه پرۍ وي له الهامه لمن ډکه راوړي
په نیمه شپه مې دغزل دوره ځنځیر ښوروي

ښایې چې زر په کبرجنوباندي تندر پریوځي
سترګې اسمان ته سپېرې شونډې یو  فقیرښوروي

 چې خوله ترې واخلمه په لاره ځنګیدلی ځمه
لکه شرابو غوندي شونډوکې تاثر ښوروي

داشناتورهندو باڼه یې په کرار نه پریږدي
د ریحان زړه هره ګړۍ لکه کشمیر ښوروي