په افغانستان کې د زورورومیلتونو د بیلتون شورا په بلنه یو د کوشني صلاحیت کمیسیون جوړ شو او کمیسیون د لږو څیړنو وروسته دې پایلې ته ورسید، چې بایدد کابل د امنیت لپاره د هغه څلورو خواوته یوسیمیټي دیوال جوړ شي، چې الفایده ، الغله ،الطالبه، التیري کونکي ،البډي اخیستونکی، الاختلاص کوونکي، التښتونکي اونور کابل ته را تیر نشي.
دې کار د کابل خلک څه ان، د ټولې نړۍ خلک خواشینې کړه ،چې نور به خلک نه تښتول کیږ ي ؛ بډی اخیستل به ورک شي؛ ګرانی به ورکه شي ؛کار به اهل کار ته وسپارل شي…
نو د کابل څلورو خواته د اتیا میلیاردو ډالرو په لګښت له امریکایي خښتو ، سمیټو او بوتلي اوبو څخه چې خالص او کاغد پیچه وه او د الوتکو کې په فرست کلاس کې د هغه ځایه راوړل شوي وه نو د کابل ګرد چارپیره څلور متره لوړ دیوال د« بوش وال» په نامه جوړ شو.
خو بیا هم څو تنه برمته شول غلاو دوام درلود …
بیا امر وشو دا دیوال باید څلور متره نور هم جګ شي په اتیا میلیاردو نورو ډالرو دا دیوال څلور متره نور هم له امریکایي خالصو کاغذ پیچو توکو څخه د امریکایي انجیرانو لخوا چې ډیر پوه دي لوړ شو.
خو بیا هم بانکونه وهل او ټکول کیدل او برواو ګمشو وو
کمیسیون بیا امر وکړ، چې دا تاریخي د یوال دی څلور متره نور هم جګ شي. دا کار هم وشو
د دیوال د لوړیدو وروسته بیا هم یو رییس ترور شو.
بیا امر وشو دا دیوال څلور متره نور جګ شي؛ هغه بیا هم جګ شو.
بیا هم غلا وه ، رشوت وو اختلاص وو
اتیلاف ، ناتو ، د بیلتون شورا او ټوله نړۍ اریانه وه چې دا الفایده څرنګه ښه ډالبازان دي ،چې له سلو متره لوړ دیوال څخه راغورځي
بیا هم لس ماشومان وتښتول شول
د کمیسیون رییس له نیول شوو مجرمانو څخه وپوښتل :
تاسو څنګه ددې لوړ دیواله را واوښتاست؟
ټو لو په یو ږغ وویل :
ولې له د یواله راواوړو !!!
له دروازو د لارو راځو!
د کمیسون رییس ددیوال له انجینر څخه په هېښتیا وپوښتل :
ولې دادیوال دروازې نه لري؟!
هغه ورته وویل :
صاحب خبره داسې ده د دروازو د جوړولو مرسته کوونکي هیواد د افغان چار واکو په بلنه خپله مرسته د متوازینې ودې او پر مختګ د عدالت په پار له کابل څخه پنجشیر ته بدله کړه او هلته یې دروازې جوړی کړې.