دسیموس جونیوس جوونال
(Decimus Junius Juvenalis
دسیموس جونیوس جوونال د ایتالیا نامتو طنز لیکونکی شاعر دی ، چې ۵۰ یا ۶۵ میلادي کال دایتالیا په په مرکز “آکوینوم” کې زیږیدلی دی. ویل کیږي هغه سپاهي وو بیا د یوې مدرسې ښوونکی شوی دی.
هغه شپاړس طنز یه لیکونه لیکلي دي، چې (مسدس) شعرونه دي.
ځینې وایي هغه یو فیسلوف وو.
د هغه اخری طنز یه لیک په ۱۲۷ میلادي کې لیکل شوی دی نو له هغه څخه د اټکل کیږي د هغه مړینه به شاید ۱۴۹ میلادي کال وي.
د هغه طنزونه دهغه مهال د رومیانو په بد ژوند ، د امپراتور دکابینې په هجو ، د وجدان دوښمني (سوخر) ، او د د ولسي خلکو سره د سپاهیانو د بدچلند او داسې نور و سکالو باندې څرخیږي.
هغه په خپلو شعرونه کې په جنسي مسایلو ، زور زیاتی، له واک نه ناوړه ګټه اخیستنه، د اشرافی ښځو بد خویونه… باندې نیوکې کړي دي
د هغه مهال ټولنیز فساد هغه ډیر په غوسه کوي، د هغه لیکنې ډیري جدي دي. دهغه لیکنې ځواکمنې ، بد بیني ، کنایه لرونکی ، توندې ا و خښمناکې دي
دهغه لحن( وینګ) د اخلاقي دیده ډیر برجسته دی هغه د بلاغت لوړ علم درلود او په لیکونو کې يې دعباراتو او موجزو کلمو په کارولو کې یوه ځانګړې توانایي لرله
که څه هم د هغه د ژوند ډیر وخت په تبعید کې تیر شوی دی بیا یې هم په ډیره جهان بینېي سره شتمنه ټولنه د خواري ټولنې سره پرتله کړې ده او همدا لامل وو، چې په ۸۰ کلنی کې ټولو خلکو ان امپراتور «آدریانوس » چې هغه يې تبعید کړی وو پيژندئ.
دهغه اخیری طنز لیک(ستایر) د ۱۰۰- ۱۲۷ میلادي کې لیکل شوی دی چې د شعرونه ډول يې (مسدس )دی او په شپاړسو دوترو کې يي لیکلي دي، چې وروستي دوتر یې چې(۳۸۷۰ ) بیته لري ناتمامه پاته شوی دی، چې هغه پینځه برخې لري او د امپراتور «دومیتیان » له مړینې وروسته چاپ شوی دی .
د هغه د ځینو نامتو طنزی دوترو نومونه دا دي:۱- د وخت اصلي مجرمان او مفسیدان( انتقادي شعرونه)؛۲- دپرهیزګارانو په منځ کې عجبه ګناه ( د امپراتورانوهمجنسي اړیکې )؛۳- د رومیانو بد ژوند( دخپل ملګری امبریسیوس تګ دروم کلیو ته )؛۴- ددومیتیان د کابینې هجو( د چاغ کب نیونکی کیسه)؛۵- د شتمنو اوبخیلوخلکو دمرییانو خوارۍ؛ ۶-د ښځو پر ضد توند او لوړ نطق(اشرافی ښځو بد خویونه او د امپراتور کلادیوس په میرمنی نیوکه):۷- دښوونکو او زدوه کوونکو ربړونه(د هغه مهال ادبي اوعقلاني شرایط)؛۸- عیاشي (روح ده چې انساني فضلیت جوړوي)؛۹- د مقام او رتبې غرور ۱۰-د انسان د هوس زیان او د واقعي ادعا فضلیت؛۱۱- حرص اواسراف؛۱۲- د دوست د ژغورلوپه پار خوشالی (دهغه د دوست نکل دی چې له ډوبې بیړۍ څخه ژوندی را ستون شوی دی ) ؛۱۳- رخه او وجدان،( دوستانوته پور نه ورکول) ۱۴- د اولادو په روزنه کې د دمور او پلار دنده )؛۱۵- ویره؛۱۶- دسپاهیانو بدچلند د ولسي خلکو سره
په لویدیځو ادبیاتو کې دوه ډوله مستقیم طنزونه مشهور دی چې هر یو يې دیوه رومی نامتو طنز لیکونکي په نامه یاد شوی دي چې یو یې هوراسي طنزونه اوبل يې جوونالي طنزونه دی
د هوراسي طنرونو ویونکی یو مؤدب اوزیرک سړی وي چې طنز يې ډیر د ساتیري او تفریح لامل ګرځی ژبه يې پسته او ملایمه ده اوکله کله پر ځان هم مسخرې کوي
خو د جوونالي طنزونه ویونکی یو داخلاقو یو جدی ښوونکی وي وینګ یې سپک او ژبه يې موقره ده د ټولنې فسادونه او ختاګاني ډیر ي جدي او نه بښونکی ګڼي هغه په جدی توګه بیانوي چې دا بیا د مطرح شوی سړی د سپک سپاندي او خوابتیا لامل ګرځي چې جوونال ددی ډول طنز پالار بلل شوی دی
د جوونال یو شعر د هجویاتو له کتابه
«تل د دوستانو د ا نصیحت اورم چې
ور ورته وتړه بند يې کړه!
خو څوک له ساتونکو ساتنه کوي؟
روزګار اوضاع په خپله ګټه اړوي او د هغو سره نوې کیسه پیلوي»
اتلان پوهیدلې دي چې د هغو شتون بې مانا ، بد او بې ګټې دی یا وژل کیږي یا خپله تبعید غواړي، زمانه بدله شوې ده نړۍ د هغو د پاته کیدوتاب نه لري څوک له ساتونکو ساتنه کوي، چې روزګار نوی نکل پیل کړی:
اخځلیکونه
Cimicshop.bloghaa.com-1
Tanzona .com-2
En.wikipedia.org-3
Faratazclossim.blogfa.com-4
Daftaretanz.com-5
Biosleep.wordpress.com-6
Blog.360.yahoo.com-7
shemiranat.mihanblog-8
bush2005.blogfa.com-9
eresaneh.com-10
goftman-iran.inf0-11
iranpoetry.com-12