نن ۲۰۰۹/۱/۲۰دسرپل ولایت امنیه قوماندان جنرال محمدبلال “لراوبر” وویل چي : دپولیسواوملي امنیت دګډوعملیاتو په ترځ کي دسوزمه ولسوالۍ دشاه عبدالله په کلي کي دمهماتویوزېرمتون کشف سو.
هغه زیاته کړه چي په دې وسلتون کي یې اته صندخه دراکټ ګولۍ ، دوه راکټونه اودګرینوف ماشین ،ثقیل اودهشکې په سلهاوومرمۍ اودوسایطوضد یوماین یې ترلاسه کړي دي .
قوماندان داهم وویل چي : دپیښي په تور یې څلور تنه نیولي اوتحقیقات جریان لري .
دسیمه ییزوخلګوپه ویناپه شمال کي اوس هم دهیواددنوروسیموپه پرتله دناقانونه وسلواوملیشوښه پرېماني ده اودملیشو دخپل منځي جنګونو،غلاوو،جنسي تېریواو….. څخه یې وخت په وخت ولس کړول کیږي اوځوریږي .