له سوات څخه د نړيوالو رسنيو خبرونه وايي، طالبانو پنځه مکتبونه په بمونو الوزولي دي.
د سوات طالبانو تر دې دمخه د دولتي او شخصي ښوونځيو مسئولينو ته خبر ورکړى و، چي د ښځو مکتبونه وتړي او که نه وي دوى به يې تر بريد لاندي ونيسي.
د پاکستان پارلمان تېره ورځ د رايو په اکثريت د ښځينه ښوونځيو د ساتني لايحه تصويب کړه او د امنيتي مقاماتو څخه يې وغوښتل چي د ښځينه ښوونځيو امنيت خوندي کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزيري شيري رحمان وويل د مارچ په مياشت کي به تر ژمنيو رخصتيو وروسته ټول ښوونځي بيرته پرانيستل سي.
طالبان د ښځو تعليم يو غير اسلامي کار بولي، نو ځکه يې مخنيوى کوي.