کور / تازه خبرونه / کندهار: د انتخاباتو نوم ليکنه پيل سوه

کندهار: د انتخاباتو نوم ليکنه پيل سوه


په کندهار کي د جمهوري رياست د انتخاباتو دپاره د نوم ليکني پروسه نن د دلوي پر لومړۍ نېټه پيل سوه.
د جنوب لوېديځ زون دپاره د انتخاباتو د کميسون مسئول عبدالقاهر واصفي وايي د کندهار په ولايت کي يې ٣٧ بېلابېل مرکزونه د ښځو او نارينه وو دپاره په بېلابېلو ځايونو کي په نښه کړي دي.
نوموړي هيله وښوده چي دغه پروسه به په برياليتوب سره پاى ته ورسېږي، د ښاغلي واصفي په وينا د کندهار په ښار کي يې لس او په بېلابېلو ولسواليو کي يې ٢٧ مرکزونه پرانيستي دي، چي يوازي يې د کندهار د غورک او ميانشين ولسوالۍ د امنيتي ستونزو له کبله د نوم ليکني له پروسې څخه بې برخي دي.
په کندهار کي د نوم ليکني د پروسې د شروع کېدو خبر پر داسي وخت ورکول کېږي، چي د کارپوهانو په وينا په پښتني او په ځانګړې توګه جنوب لوېديځ زون  کي د جګړو او نا امنيو له کبله د انتخاباتو دپاره زمينه مساعده نه ده.
تېره مياشت د افغانستان په ملي شورا کي ځينو وکيلانو هم د روانو نا امنيو له کبله د انتخاباتو د ځنډ غوښتنه وکړه.