ګل د ارمانونو مې سپرلي غواړي
شور غواړي شرنګار غواړي مستي غواړي
مرګ سره چې ګرځي لاس په غاړه شي
ډار د مړينې لاړ شي ازادي غواړي
پرېږده اوس د پلار او د نيکه کيسې
خوار ولس مو عزم فولادي غواړي
نښې د خوشال خټک خويونو ته
خدايږو چې يو لوی زړه د زمري غواړي
څو پورې به سپين لاسونه ګرځوي
ناوې سره لاسونه شنه بنګړي غواړي
موږ که د سيالانو سره تلل غواړو
دا له موږ خويونه ابدالي غواړي
څوک که د شېرينې خپلول غواړي
سر غواړي ټينګ عزم فرهادي غواړي
ځار دې شمه وروره د وطن مورکۍ
تا نه او له ما نه ابادي غواړي
راشه رڼا پرېږده نن د خولې کيسې
خوار ولس رښتېنې قرباني غواړي