کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وردګويوه ستره جهادي اوعلمي سټه له لاسه ورکړه .

وردګويوه ستره جهادي اوعلمي سټه له لاسه ورکړه .

دمرغومي٢٩مه Ibrahimi.jornalist@gmail.com

د ورګو ولايت يو داسې ستر مجاهد او ديني عالم له لاسه ورکړ چې دعمر ډېره برخه يې په عملي او فکري جهاد کې تېره کړه وه .
 
 دغه ستر عالم او د سره ښکيلاک او د هغوى د ګوډاګيانو  پروړاندې جنګېدونکى مجاهد مولوي صاحب محمد حسن وردګ و ، چې يوه اونۍ وړاندې يې د زړه  دحملې له امله په کابل ښارکې د ٧٠ کلونو په عمر ساه ورکړه .
 انا الله وانا اليه راجعون .
مولوي صاحب په ١٣١٧ لمريزکال کې د وردګوولايت  په جغتو ولسوالۍ کې په يوه علمي او منوره کورنۍ کې سترګې پرانستې .
 
مولوي صاحب که له يوې خوا د جهاد د ډګر په خپله ميړانه تود ساته نو له بلې خوايې علمي مبارزه هم روانه کړې وه او خلکو ته يې ديني زدکړې ښودلې .  
 
کله چې په ١٣٧١ کال کې مجاهدينو کابل ونيو مولوي صاحب هم له ډېرو اميدونو سره راغى او د خپلو خوبونو د تعبير په تمه وو ، خو چې کورنۍ جګړې پيل شوې د هغه خوبونه يې په اوبو لاهو کړل .
 
 مولوي صاحب د خپل تقوى له مخې ټوپک و غورځاو او له کورنيو جګړو څخه يې ځان وساته چې همدې کار د هغه محبوبيت نور هم په خلکو کې زيات کړ .
 
مرحوم مولوي صاحب دجهاد په کلونو کې په وردګو ولايت کې ٤٥٠ مجاهدينو مشري کوله اوپه دې ټوله موده کې دهغه دظلم اودبدې رويې چا وانه وريدل .
 
نوموړي همدا اوس دسيداباد ولسوالۍ دسندآور دکلي دجومات امام وواوهلته يې ددين تبليغ کاوه او طالبانوته يې ديني درسونه درس ورکاوه .
 
مولوي صاحب  دولس سره ډيرې نيږدې اړيکې لرلې اوهميشه به دولسونوترمنځ دراپيداشويو ستونزو په حل کې هلې ځلې کولي .
 
خداي بخښلى تيره اونۍ کابل ته دخلکو دخدمت په خاطر راغلى وو چې همدلته دورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسيد .
 
نن دمرغومي په ٢٩مه دمرحوم دکورنۍ لخوا دکابل ښار دڅلورمې کارتې په جامع جومات کې دهغه دکورنۍ لخوادهغه فاتحه واخيستل شوه چې په زرګونو دوردګو ولايت مخورو اودهغه دوستانو،جهادي شخصيتونو اوخواخوږو په کې ګډون کړي وو .
 
خاطره :  يوه مياشت وړاندې مرحوم مولوي صاحب له وردګوکابل ته راغلى و  اودشش کلاداوسيدونکي حاجي غلام حضرت په کور کې (خوشحال خانه مينه کې ) و دشپې اوه بجې وي ، ماته هغه ټېلېفون راوکړ چې مولوي صاحب وايې چې عاجل راشه ! ما ورته وويل چې ته ټېلېفون ورکړه مولوي صاحب ته ځکه چې زه اوس نه شم درتلاي اوپه  کانټينيټال هوټل کې کانفرانس دي .
 
نوچې کله يې ټېلېفون ورکړپه خند وويل چې ولې نه راځې لکه چې دميلمستيانه ډاريږي ما ورته وويل چې نه،  مولوي صاحب کانفرانس کې يم چې خلاص شو درځم اوبيابه زموږ کورته ځو .
 
 ده راته وويل چې نه په هرډول چې کيږي راځې به   موږ درته منتظر يو.
زه  ورغلم اوکله چې دکوردننه کوټې ته  ورننوتم  نومرحوم مولوي صاحب راته    وويل چې دې ميلمستياته موراغوښتي  اوته موهسې ډارولې .
مولوي صاحب ډير دښو اخلاقو خاوند وو اوهغه  دخپلو همځولو ترڅنګ دټولو  خلکو سره په خندا اوخوشحالۍ خبرې کولې اوپه هرمجلس کې به چې ورسره ناست وي نودمجلس په خوند به نه مړيدلې .
 
کل ګټنه ده دتورې که کابل دي که کشمير
ميړني دي چې ياديږي په سندرواو په وير