نن د پاکستان او افغانستان مسلمان اولسونه په دې پوهيږي چې په افغانستان او پاکستان کې د مسلمان وژنې دود او د پاکستان قبايلي علاقو او د پښتنو په سيمو کې د اوسني روان کړکيچن حالاتو اصلي او بنيادي مسولين د پنجابي استخباراتي کړيو پورې تړلی تش په نامه ملايان دي چې تل يې د پيسو تر لاسه کولو په خاطر دين پلورلی او غير شرعي کارونه ته يې شرعی جوازونه ورکړي دي .
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بمي چاودنو ، ځانمرګو بريدونو او نورو تروريستي اعمالو کې په زرګونه بې ګناه مسلمانان په شهادت رسيږي ، د فلسطين پر مسلمان ملت سور اور بل دی ، افغانستان د مظلوم ملت هر وګړی د غم په ټغر ناست دی ، د ديوبند د نامتو مدرسې پياوړو ديني عالمانو په زغرده داخبره وکړه چې اسلام د تشدد او دهشتګردۍ دين نه دی او ځانمرګي بريدونه چې په ترڅ کې يې بې ګناه مسلمانان وژل کيږي په اسلام کې هيڅ ډول جواز نلري مګر د پاکستان مفتي اعظم صيب په خوب وده ؤ او چپه خوله يې ددې قتل عام ننداره کوله خو نن چې پر ممبي باندې د ترهګريزو عملياتو څخه وروسته د پاکستان او هندوستان تر منځ اوبه خړې شوې او پنجاپي چارواکو خپل حاکميت او پاپښت په خطر کې وليد نو د پاکستان استخباراتو مولانا محمد رفيع عثماني چې په مفتي اعظم مشهور دی په شا وډباوه او ناببره يې له خولې څخه د جهاد د اعلان خبره ووتله او فتواي يې صادره کړه چې اوس نو جهاد فرض دی او حکومت مکلف دی چې خلک جهاد ته تيار کړي.
زه له مفتي اعظم څخه پوښتنه کوم چې ګرانه مفتي صاحبه!
کوم ملک چې تراوسه پورې د انګريز په ايين چليږي او ځانګړي قانون نلري ، په رڼا ورځ د کراچۍ لي مارکيت ، د پنډۍ راجا بازار ، د لاهور هيرا منډۍ او د پيښور له مال روډ څخه چې د فحش او زنا نامتو مارکيټونه دي ، ټکس اخيستل کيږي ، د اسلامي قوانينو په خلاف د جمعې په مبارکه ورځ رسميات دي او د يکشنبې په ورځ يې رخصتي ده ، په سينما ګانو کې يې بربنډ فلمونه ښودل کيږي ، په رسمې ډول په کال کې په سلګونه زره کارتنه شراب واردوي ، له اټک څخه اخوا د اسلام نوم او نښان په کې نه ليدل کيږي او د حکومت پاليسې يې يوازې او يوازې د نورو هيوادونو په کورني چارو کې لاس وهنه ده او تل يې خپله بقا او پايښت د ګاونډيو مسلمانو هيوادونو د وګړو په وژلو او درپه درۍ کې وينې نو داسې يو ملک څنګه کولای شي د اسلام له نوم څخه په ناوړه ګټه اخيستلو د يو بل ملک په خلاف د جهاد اعلان وکړي ؟
ستاسو ددې اعلان جواز خو په اسلامي نصوصو کې نشته په ايماندارۍ سره يې ووايئ چې دا د يواسلامي فتوا څخه ډير يو استخباراتي فتوا نه ده ؟