کور / تازه خبرونه / ننګرهار: دامريکايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد وشو

ننګرهار: دامريکايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد وشو

نن غرمه 12:15( 17-01-2009)  د ننګرها ر ولايت د چپرهار ولسوالۍ د” ماڼو”په سيمه کې د”توري بوري” پرسړک  دامریکايي او داخلي عسکرو پريوه ګډ کاروان د توره بوړه جهادی محاذ يوقهرمان مجاهدله خوافدايي بريدترسره شوچې پکښې اوه (7)تنه امريکايان او (5) تنه داخلي عسکر ووژل شول اودری تنه دملی اردوعسکر زخميان شول، دا خبري د توره بوړي جهادي مهاذ وياند قاري سجاد لراوبر ويبپاڼي ته وکړې.


قاري سجاد وايي بريد کوونکی صدام نومېدئ ، د ننګرهار ولايت د شينوارو د اچين ولسوالۍ اوسيدونکی و  او بريد د يوه ټونيس موټر پواسطه ترسره سو .


نوموړی ادعا کوي چي په ياد سوي بريد کي د امريکايانو يو ټانک او ملي پوځ يو رينجر موټر په بشپړ ډول له منځه تللي ، قاري سجاد وايي چي دا بريد يې دلغمان دهغه دوه ديرش(32) بي ګناه خلکو د غچ اخستلو لپاره ترسره شوی چې څه موده مخکې د امریکايي ځواکونوپه بمباري کې شهيدان شوي وو.


د يادوني وړ ده چي افغان ملي پوځ  يا بهرنيو ځواکونو په دې اړه تر اوسه خبر نه دی خپور کړی .