کور / سياسي / د سولی پر لور د لاري نقشه (حقوقپوه دوکتور م . ع . روستار تره کی )

د سولی پر لور د لاري نقشه (حقوقپوه دوکتور م . ع . روستار تره کی )



  د ۲۰۰۷ م کال د سپتامبر په مياشت کي مي د سيمه ايزي جرګګۍ د لمړي غونډي په درشل کي د سولي يو پلان  ميډيا  ته وسپاره . نوموړي پلان په وروستيو وختو کي په کابل کي  د يوه سياسي جوړښت ( د سولي ملي جرګي ) له خوآ په نوې بڼه مطرح او راته استول شويدي .


  په افغانستان ، سيمي او نړۍ د نوي پيښو په نظر کي نيولو سره او د سولي ملي جرګې د غوښتني  سره سم په مخکني پلان باندي په لاندي ډول د سره کتنه کيږي .


                              *   *   *


   د  ۳۶ هيوادونو په پرمخ تللي نظامي ټکنالوژۍ سمبال عسکري يونټونه  د ۷ کلو را هيسي  د تروريزم سره د جګړي تر پلمي لاندي په افغانستان کي مستقر شويدي .


  د تروريزم سره جګړه د خپل لمړني چوکات نه وتلې ده : افغانستان د نوي وسلې د آزمويني  په لابراتوار،  د ذينفعو هيوادونو د ژيوپولتيکو ګټو د ټکر،  او د مختلفو سيمه ايزو شخړو د تصفيي حساب په ډګر بدل شويدی .


  په افغانستان کي دتروريزم سره مبارزه د خلکو سره د جګړې بڼه غوره کړيده . په واقعيت کي نړيوال نظامي ائتلاف د افغانانو د تاريخي مقاومت سره مخ دی . که واقعيتونو ته غاړه کښېنږدو ، جګړه لاپسي اوږدېږي او ورسره به  هيواد لازيات وران او انساني تلفات زياتيږي .


د ۷ کلو راهيسي نړيوال نظامي ائتلاف افغانی اوسنی حکومت د خپلو مقاصدو د پاره استعمالوي . 


افغاني لورئ کومه ملي ستراتيژي نلري . طبعي خبره ده تر هغه وخته پوري چي حکومت د غير افغاني کړيو په لاس جوړ او ملاتړ شي افغانستان د ملي ستراتيژۍ د  درلودلو نه بي برخي پاتي کيږي .


  افغانستان بايد د بل واکي ، جګړې او بي ثباتۍ د حالت څخه  د خپلواکۍ ،سولي او ثبات خوا ته د يوه انتقالي  پړاو نه تير شي : په انتقالي پړاو کي واک يو لنډ مهال حکومت ته سپارل کيږي .


  د انتقالي پړاو د جوړيدو لمړي ګام د وسله والو مخالفينو سره د خبرواترو څخه  پيل کيږي .


  خبرې اترې د څو پړاونو نه تيريږي :  
 


  لمړي ــ  د باور فضآ د رامنځته کولو هلي ځلي  بايد د لاندي اقداماتو په چوکاټ کي تر سره شي :


  ــ  په مطبوعات او ميډيا کي مخکني ترمينالوژي ګاني ( ياغي ، تروريست ، اورپکي ،ترهګر  … ) چه د وسله وال مقاومت په پته حواله کيدلي ، د نوو اصطلاحاتو سره چه د سولي او پخلايني جذبات منعکسوي ، بدلي شي .


  ــ  د مقاومت يو شمير بنديان خوشي شي . د زندانيانو پاتي برخه د خبرو اترو د  دوام په بهير کي خوشي کيږي .


  ــ اوربند اعلان شي . د اوربند د څارني دنده ګډ کمسيون ته چه د جګړې د اړخونو نه ترکيب شوي وي سپارل کيږي . د کمسيون مشرتوب د ملګرو ملتونو ( م ، م ) په غاړه دی .


 


  دوهم  ــ  د خبرو اترو سياسي چوکاټ په درې بڼو مطرح کيدلي شي :


          ــ   د امن جرګه .


          ــ   نړيوال کانفرانس .


           ــ  لويه جرګه .


  د سولي  د هر يو الترنتيف  ( بديل ) څخه که کومې مثبتي پايلي تر لاسه نشوې ، کولاي شو چي بل الترنتيف ته مخ واړوو  : همدا اوس سوله د سيمه ايزي  جرګګۍ له لاري مطرح ده . که ټينګي بيلګي تر لاسه شي  چي د هغه نه څه شي نه جوړيږي بل الترنتيف يعني نړيوال کانفرانس ته مراجعه کولي شو .  
 


  دريم ــ نوي نړيوال کانفرانس بايد د افغانستان د کشالې د هوارولو په مقصد د م ، م تر څارني لاندي د افغانستان ، سيمي  او نړۍ د واقعيتونو په بنسټ باندي جوړ شي  .


  کانفرانس يوازني بهرنۍ مرجع ګنلئ شو چي په اوسني حکومت باندي د سولي د راوستلو په موخه کافي فشار اچولئ شي  : موجوده حکومت « سياسي باور » د بن نړيوال کانفرانس په واسطه تر لاسه کړ او د يو بل کانفرانس د لاري له لاسه يي ورکولئ شي .


  په کانفرانس کي بايد يوازي په جګړه کي ښکيلو ډلو ( ناټو ، د کابل حکومت او وسله وال مقاومت)


ګدون ولري .


  کانفرانس ترکيب ته پراختيا ورکول د خبرو اترو د اوږديدو ، پيچلتيا  او نهايتآ د ناکامي لامل ګرځي .


  د کانفرانس د اجندآ په سر کي به دوه موضوعګاني ځاي ولري :


  ــ  د وسله وال مقاومت او نړيوال نظامي ائتلاف متقابله ژمنه :


 نړيوال نظامي ائتلاف دافغانستان ملي واکمني ته په درناوي سره په مناسب وخت خپل فوځ له افغانستان څخه باسي  او افغاني لوري ته د عدم مداخلې ژمنه ورکوي . بهرني هيوادونه افغانستان ته  خپل بشري او اقتصادي مرستي جاري ساتي .


  وسله وال مقاومت کانفرانس ته ژمنه ورکوي چه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره خپلې اړيکي د بهرنيو جنګياليو او مقاومت سره د ملاتړ کونکو هيوادونو سره شکوي .


  ــ  نړيوال کانفرانس د يوي نوي مسلکي ، ناپييلي لنډ مهالي حکومت د جوړيدو د پاره بند او بست کوي .


  يو مرکزي اوملي حکومت کولاي شي چي د يو باانډول بهرني سياست  په بنست باندي، هيواد چي


په سيمه کي د جګړي د پراختيا په مرکز بدل شويدی ، د سياسي ثبات ، سولې او اقتصادي پرمختيآ په يو ستر محور بدل کړي .


  د اوسني حکومت ترميم د مقاومت د استازي د ګډون په نيت د ستونزي دحل لاره نه ده . دليل يي هم دا دی چي د جنگياليو په « فدراسيون » کي  نوي غړي زياتيږي ، د حکومت په د ننه سياسي تجانس لازياتي له منځه ځي او اوسني نظام پوري تړلي جنگي جنايت کاران سياسي پناهګاه او مصئونيت تر لاسه کوي .  
 


  څلورم ــ  انتقالي پړاو : نوي حکومت د دوو کلونو د پاره لاندي دندې تر سره کوي :


           ــ  يوه سالمه اداره رامنځته کول .


           ــ  د هيواد د اوسني ايجاباتو سره سم د حکومت اقتصادي ، ټولنيز او کلتوري کړنلاره جوړول .


           ــ  با انډول  بهرني سياست په بنسټ باندي د بهرنيو هيوادونو سره اړيکي برقرارول. 


           ــ  د قانون د واکمني د ټينګيدو په موخه نا قانونه جګړه مار  بې وسلي کول .


           ــ  د نړيوال ټولني په مرسته د مخدره موادو سره د مقابلي په نيت يو پلان جوړول .


           ــ  د جنګي جنايت کارانو د محاکمې د پاره د م ، م په مرسته مخکني کمزورو هلو ځلو ته چټکتيا ورکول .


           ــ  د نړيوالې ټولني په مرسته کورني امنيتي ميکانيزم ته وده ورکول ( په دغه موضوع باندي  وروسته تبصره کيږي ) .


           ــ  د بهرنيو قواوو د تدريجي وتلو په مقصد مهال ويش ټاکل .


           ــ  د قواوو د نوي معادلي په بنست باندي نوي اساسي قانون تسويدول .


           ــ  دوديزه لويه جرګه د اساسي قانون د تصويب په موخه رابلل .


           ــ  انتخابات اعلانول . ( په انتخاباتو کي د انتقالي حکومت غړي ځان کانديدولي نشي ) .


           ــ تر هغه وخته پوري چي نوی اساسي قانون جوړيږي ، چاري د اوسني اساسي قانون د هغو احکامو په بنسټ باندي تر سره کيږي چي د نوو شرايطو سره سمونوالی ولري او په نړيوال کانفرانس کي د اړخونو له خوآ ورباندي توافق شوئ وي .


د امنيت ستونزه :


  انتقالي حکومت د بهرنيو مرستو په بنسټ باندي بايد په ډيره بيړه امنيتي ملي اورګانونو ته پياوړتيا ورکړي.


  خو سره له دي  داسي ګومان نکيږي چي ملي امنيتي اورګانونه په چټکۍ دومره وده وکړي چي موږ په امنيتي لحاظ په بشپړه توګه په خپلو امکاناتو متکي شو .


    د امنيت الترنتيفونو ( بديلونه ) محتوآ هر څه چي وي د اجنډآ په سر کي  بايد د ناقانونه جنگي ډلو او خصوصي کمپنيو بي وسلې کول ځای ولري .


  د امنيت د تآمين  په اړه دوه الترنتيف مطرح کيداي شي : 


  ــ  په جنګ ځپلو سيموکي د نوي حکومت د امنيتي پرسونلو او د مقاومت د مليشيو له خوا ګډي امنيتي کميټې جوړول .


  د نوموړي پروسي  د برياليتوب ضمانت دا دي چي د مقاومت مليشې د هغه حکومت په ملاتړ وفادار پاتي شي چي د نړيوال کانفرانس د توافق  له لاري جوړې شويدي .


  کله چي امنيتي ګډي کميتې په جنگ ځپلو سيمو کي په اوضاعو باندي خپله ولکه ټينګه کړي ، بايد په افغانستان کي ميشت بهرنيو قواوو د خپل نظامي تحرکاتو استقامت شمالي او لويديزو سيمو ته پراخ کړي . شمالي پولي او د هغه سره تړلي لوژستيکي او اکمالاتي لاري  تر کلکي  څارني لاندي ونيسي .


  کله چه په ټول افغانستان کي امنيتي ګډي کميټې او ملي فوج په اوضاعو باندي واکمن شو ، بهرنيو قواوو حضور ته اړتيا له منځه ځي .


  ــ  د امنيت د تأمين په موخه دوهمه التر نتيف، چي نړيوال کانفرانس ورباندي غږيدلي شي په ټول افغانستان کي د م ، م د سولي ځواکونو استقرار دي .


  دغه قوأ چي بايد اسلامي غير ګاوندي هيوادونه په کي ونډه ولري، د اوسني نړيوال نظامي ائتلاف ځاي نيسي ، او د هغه حکومت ملاتړ کوي چي په نړيوال کانفرانس کي په جوړيدو يي توافق شوي وو. د م ، م د سولي قواوې تر هغه وخته پوري په افغانستان کي پاتي کيږي چي افغاني امنيتي ، ملي اورگانونه د امنيت د تأمين چه موخه وړتيا را پيدا کړي.


  همدا اوس د حکومت په دننه او د باندي ځيني مغرضو کړيو چي خپل سياسي برخه ليک بهرنيو ځواکونو حضور، جګړي دوام او د اوسني حالت ساتني (ساتونکو ) سره تړلي د ولسمشري انتخاباتو په دايريدو تينګار کوي . دوی غواړي چه ۷ کلن اشغال ، جګړه او افغان وژنه د ۵ راتلونکو کلو د پاره د فرمايشي او دستوري انتخاباتو له لاري اوږده شي  او مشروعيت ومومي .


    که موږ د انتخاباتو منطق ته ځير شو نو په داګه حکم کولي شو چي په اوسنيو شرايطو کي په هيواد کي  د انتخاباتو د تدوير د پاره زمينه مساعد ه نده : 


  په جنګ ځپلو هيوادونو او له هغې جملي   په افغانستان  کي  بايد د انتخاباتو نه د دوو مقاصدو د پاره ګته پورته شي  :


  ــ  واکمني ته مشروعيت ورکول .


  ــ  وسله والو مخالفينو ته په سياسي پروسه کي د راجذبولو له لاري، جګړي ته د پاي ټکي ايښودل.


  خو اوسمهال د نوموړو موخو د تآمين د پاره شرايط سم نه ښکاري . ځکه چه :


  ــ  هيواد د بهرنيو قواوو تر اشغال لاندي دي .


  ــ  د هيواد په يوه لويه برخه د نا امني له کبله راي ورکونکو مصئونيت نلري .


  ــ  د عمومي سر شميرني د نشتوالي له درکه  د مستحقو راي ورکونکو شمير معلوم  ندي .


  انتخابات په اوسنيو ستونزمنو شرايطو کي د سولي ضد توطئه ګنلي شو .


  د سولي لاره هواره او روښانه ده يوازي سياسي اراده ، واقعبيني او صداقت ته اړتيا لري .


  جګړه په زور په موږ باندي تپل شويده. د تپل شوې جګړي طلسم يوازي د افغانانو په لاس ماتولي شو . پدي شرط باندي چه :


  ــ  د افغانستان د سياسي قدرت د ډګر ليونيان د پرديو د لوبو وسيله ونګرځي . د ملي ګتو په سر باندي د هيچا سره معامله ونکړي .


  ــ د افغانستان ملي کړيو خپلې هلي ځلي د يوه ملي ، خپلواک او انتقالي حکومت د جوړيدو چه د بهرنيو مهاجمو قوتونو سره د تپل شوي غير عادلانه جګړي او افغان وژني  په اړوند حساب او کتاب وکړي  ، وقف کړي .      «  پاي  » 
 
 


                                                                    فرانسه


                                                           د جنوري ۱۸ ، ۲۰۰۹


                                                      دوکتور  م ، ع ، روستار تره کي