کور / تازه خبرونه / په کابل کي د امريکايې قواوو يوه هليکوپتررا ولويده .

په کابل کي د امريکايې قواوو يوه هليکوپتررا ولويده .


کابل کې د امريکايې قواوومطبوعاتي دفتر خبر ورکړ چي نن  د کابل سره نژدې د امريکا یې فوځيانو يوه چینوک ډوله هليکوپتر چي د طبي  کارونولپاره په الوتنه بوخت وه راوغورځيده  چي پکښي سپاره ” اوه ” تنه ټول جوړ دي .
په اعلاميه کې ندي ویل سوي  چي هليکوپتر ولې رالوېدلې  ده خو اعلاميه وايې داسي نښې نښانې نسته چي  هليکوپتردي ددښمن له لوري رالوېدلې وي  .
یوشمېرسرچینوخبرورکړی چي هليکوپتر نن سهار د کابل د ښار په شمال کې د شکر درې په ولسوالۍ کې  دغره سره دټکر له وجي راولوېده .
 دیادوني وړده چي په تېرودووورځو کي دادوهمه هلیکوپتره ده چي د نامالوموعواملوله امله رالوېږي  پرون  هم په ورته پېښه کي د افغانستان په لويديځ هرات کې ملي اردو د يوې څرخکي  (هليکوپتر) د غورځيدو له  له کبله دهرات د۲۰۷ظفر قول اردو د قوماندان په ګډون د ملي اردو “ديارلس ” تنه افسران وژل سوي وه