کور / تازه خبرونه / قاري يوسف:کورني او بهرني پوځونه يې شاتګ ته اړ کړل

قاري يوسف:کورني او بهرني پوځونه يې شاتګ ته اړ کړل

د طالبانو وياند قاري يوسف لخوا لراوبر ته په رارسېدلې خبر کي ويل سوي چي ددوی ځواکونو هغي پوځي قوې ته ماته ورکړه کوم چي د قاري يوسف په وينا د هلمند ولايت د ګريشک ولسوالۍ د ځينو سيمو د نيولو په موخه يوه اوونۍ ددوی د وسله والو سره په جګړه بوخت و .

قاري يوسف وايي په ياده سوې جګړه کي مقابل لوري د دوه سوه بېلابېلو پوځي ګاډو په ملتيا پر دې سيمه بريد وکړ چي نن سهار پنځه بجې بيرته له سيمي وتلو ته اړايستل سول . نوموړی په دې جګړه کي د ۲ طالبانو د وژل کېدو او ۳ نورو د ژوبلېدو ترڅنګ  د۱۴ پوځي ګاډو د وېجاړېدو  ۴۰ بهرنيو سرتېرو او ۱۲۳   افغان سرتېرو د وژلو ادعا کوي  او وايي چي د د زيات شمېر وژل سوو پوځيانو د بدن غړي اوس هم د جګړې په سيمه کي ترسترګو کېږي .

د ناټو يا ايتلافي ځواکونو لخوا تر اوسه په دې اړه خبر نه دی ترلاسه سوئ .

د ارزګان څخه د لراوبر سيمه ايز همکار د خبر له مخي د تېري ورځي راهيسي په روزګان کي مېشتو هالنډي او استراليايي ځواکونو د ترين کوټ د بلوڅانو درې د نېولو تصفيې په نوم عمليات پيل کړي دي ، په دې عملياتو د سړک د غاړي بمونو د ايساف څلور موټر ويجاړ کړي خو هالنډيانو تر اوسه د سر زيان په اړه څه نه دي ويلي .