کور / طنز / بهانه

بهانه

له خپلې میرمنې او لور سره مې ژمنه کړې وه، چې تیاتر ته به ځو. باید د شپې له اتو بجو د مخه کورته رسیدلی وای او دوی مې راسره بیولي وای. په یوه محفل کې بند شوم، چې پام مې شو اته نیمې بجې وې، ټکټونه هم له ما سره ول. په تلوار کورته ولاړم نه بجې شوې وې، پوهیدم چې کار مې خراب دی، ښځه او لور به مې وخوري. چې په دروازه ور ننوتم د دې لپاره چې د دوی پام بلې خواته واړوم، و مې ویل:
•       تنخوا مې زیاته شوې، ها ها.
لور مې په تروشه ټنډه وویل:
•       ډرامه په اته بجې شروع شوې، یعنې چې نیمه یې تیره شوې او تا اوس تشریف راووړ.
و مې ویل:
•       هی… لورې څه وکړم، ډېر بد بند شوم.
سوچ مې وکړ چې باید یوه بهانه جوړه کړم. فلانکی مړو، یا کومه بله پېښه.
خو ومې لیدل چې میرمن مې غاښونه چیچي. او له سترګو یې د قهر لمبې بادیږي.
و  مې ویل:
•       له خپل ملګري باني سره مخ شوم،  ویل یې چې یوه کومیډي ډرامه یې لیکلې چې ماته یې ولولي، هغه ډرامه ټوله راته ولوسته، چې خلاصه شوه، پام مې شو چې له اتو تېرې دي.
لور مې په ریشخند  وویل:
•       ښه، ډرامه یې څنګه وه؟
•       هی بابا… دوه پیسې نه ارزیده، خو څه وکړم ملګرتیا وه. سړی باید د دوستانولپاره کله کله سر ښیندنې ته تیار وي، ملګرتیا یوه اړیکه ده، لکه اومړی تار، سړی باید په دوستي او ملګرتیا ډېر ټینګ وي.
میرمنې مې دغه وینا په چوپتیا سره اورېدله، په مسخرو یې وخندل:
•       هو ملګرتیا ښه شی دی، خو زه یې اوس معلوموم.
دې د ټیلیفون غوږی (ګوشي) راپورته کړه، پوه شوم چې باني ته ټیلیفون کوي، چې آیا زه له هغه سره وم که نه؟ په زړه کې مې ویل خدای دې وکړي چې باني په قضیه پوه شي او د دې خبرې پخلی وکړي، چې زه له هغه سره وم، آخر زما ملګري با درکه او ژر پوهیدونکي دي.
ښځې مې په ټیلیفون کې وویل:
•       بلې… میرکو… سلام.
ما پې چیغې کړې:
•       زه له میرکو سره نه وم، ولې هغه ته ټیلیفون کوې؟
ښځې مې په دې خبره غوږ  ونه ګراوو، خبروته یې دوام ورکړ:
•       میرکو! آیا زما بد مرغه مېړه اوس له تاسره نه و؟
ښه، ښه … ډرامه دې لیکلې او ده ته دې لوسته… مننه
ښځې مې بله نمره ډایله کړه، د دې تر څنګ یې زما لور ته وویل:
•       پلار دې د باني کره نه، بلکې د خپل بل ملګري میرکو کره تللی، او د هغه ډرامې ته یې غوږ نیولی… بلي… ژارکو… سلام څه حال مو دی؟
•       دا زما بدمرغه مېړه تر اوسه له تا سره نه و؟ هه… آفرین… ښه… ډرامه دې لیکلې وه او ده ته دې لوسته… ستاسې کره و… او تر پایه یې ستا ډرامه واورېدله… آفرین… ښځې مې ګوشي کېښوده، وروسته مې ښځې ټولو ملګرو ته یو په بل پسې ټیلیفون وکړ.
ملګرو هر یوه له یو بل نه ناخبره تائیدوله، چې زه له هغه سره وم او هغه چټیاټ یې چې لیکلې ول، ما واورېدل. تر څو د دوی د اثر په باره کې خپل نظر ووایم. اوس په هغه حالت کې زما حالت او قیافه پخپل نظر کې مجسمه کړئ.
میرمنې او لور ته مې یوه ذره اعتبار پاتې نه دی.


لیکوال: میلی پوپوفسکي (یوګوسلاویا)