په افغانستان کي مېشتو د ناټو ځواکونو اعلان وکړ چي د تصفيوي عملياتو پر مهال به د تلاښۍ چاري افغان ځواکونه اجرا کوي.
د ناټو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي دغه پرېکړه يې د بېلابېلو هيوادونو له پوځي قومندانانو سره چي په افغانستان کي د طالبانو پر ضد جنګېږي، تر يو لړ مشورو وروسته کړې ده.
ناټو وايي دوى هيله لري چي په دې کار به د عامو افغانانو هغه نيوکي کمي سي چي وايي بهرني ځواکونه يې کورونو ته بې اجازې ننوزي، د تحقيقاتو پر وخت يې ځوروي، په سپيو يې داړي او د کورونو دروازې يې په بمونو ور الوزوي.
د ناټو قومندانانو اعلان کړى چي افغان پوځيان د خپلو هيوادوالو له کلتور سره آشنا دي، د دوى د مقدساتو او دودونو درناوى به کوي.