د هرات په ملکي، پوځي او امنيتي اداره کي د بدلونونو په خاطر دا ځل هرات يو بل نوى والي ونومول سو.
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانى مرستيال يوسف نورستانى د هرات د والي په حيث ټاکل سوى دئ.
د هرات پخوانى والي سيد حسين انوري په داسي حال کي له دندي ګوښه کړل سوى، چي د نوي مسئوليت په باب يې څه معلومات هم نه دي خپاره سوي.
تر دې مخکي د هرات په امنيتي او پوځي اداره کي د بدلون په خاطر نوى امنيه قومندان او په نظامي اړخ کي د قول اردو قومندان هم ټاکل سوى و.
د يادوني وړ ده چي ولسمشر کرزي دوې مياشتي دمخه د هرات دپاره د کندهار پخوانى والي اسدالله خالد هم نومولى و، چي د هراتيانو له خوا د مظاهرو په کولو سره رد سو.
هراتيانو پر ښاغلي خالد نيوکه کول، چي په غزني او کندهار کي د کار کولو پر مهال مطلق ناکام وو او په ملي او نړيواله کچه په فساد کي ککړ ښودل سوى و.
د ورته موضوع په اړه په دولتي چارو کي د لراوبر ويبپاڼي همکار داسي راپور چمتو کړی دی :
دسيمه ايزو ارګانونودخپلواکې ادارې دمرستيال صديقي دهغه معلوماتو له مخې چې د مرغومي په ٢٥مه يې لراوبر ته په يوه ځانګړې مرکه کې کړي دي رغلي محمديوسف نورستان چې تردې وړاندې دملي دفاع دوزير په توګه دنده ترسره کوله اوس دهرات دوالي په توګه وټا کل شو
سيدحسين انوري چې دتيرو دوو کلونوراپديخوا دهرات دوالي په توګه دنده ترسره کوله تراوسه پورې ١٥ ډلې دهرات دقومي مشرانو ولسمشر ته راغلي اودهغه څخه يې شکايتونه کول
صديقي وايې چې تراوسه پوري انوري ته کومه دنده نه ده ورکړي اوهغه اوس له دندې ګوښه شوي اوپرکور ناست دي
نورستاني له دې وړاندې دحامد کرزي دحکومت په تيروڅوکلونوې دملي دفاع و زارت دمرستيال اوداوبو اوبريښنا دوزير په توګه دندې ترسره کړيدي
کرزي دخپلې څلورکلنې انتخابي دورې په وروستيو مياشتو کې دواليانوپه ادلون اوبدلون لاس پوري کړيدي اودوه ورځې وړاندې يې دقلندري په نوم يوتن دخوست دوالي په توګه وټاکه
دغه راز يې دبغلان ،.وردګو ،غزني ، کندهار اولوګر ولايتونوته نوي واليان په دې ورستيو ورځو اوشپو کې ټاکلي دي .