د پاکستان پخوانى ولسمشر جنرال مشرف وايي امريکا له پاکستان سره کړي ژمني پوره نکړې.
د امريکا د مشي ګن په ايالت کي يوې غونډي ته د وينا پر مهال جنرال وويل چي پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ د لومړۍ کرښي جنګيالى دئ، خو امريکا ورسره کړي ژمني ډېري ژر هېري کړې، خو نوموړي په دې باب د کومي ژمني يادونه ونکړه.
جنرال مشرف په داسي حال کي چي ويل يې پاکستان خپله هم د ترهګرۍ ښکار دئ، دغه هيواد به د وس تر بريده کوښښ کوي چي له دې حالت څخه ځان خلاص کړي.