د ميدان وردګ ولايت له خوا په رسمي خبرپاڼه کي ويل سوي چي په ميدان وردګ ولايت کې نن سهار د يو امنيتي شرکت په يو ټيلرموټر کې له مخکې نه يوځاى پرځاى شوې ماين انفجار وکړ .
د خبرپاڼي له مخي ماين چي له مخکي د موټر په دننه کي ځای پر ځای سوی و د اجمل په نوم امنيتي کمپنۍ ټيلر موټر چې کندهار کې ميشتو بهرنيو ځواکونو ت ه يې مالونه انتقالول په داسي وخت کي انفجار وکړ چي موټر چلوونکی له موټر څخه بهر وتلی و .
دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي په ميدان وردګ ولايت کې د ناامنيو ستر لامل د امنيتي کمپنيو ترمنځ ناسالم رقابتونه دي ښاغلي فدايي زياته کړه د ډيرو ولسي وګړو په دې اړه پخوا هم شکايتونه کړيدي چې د کاروانونو انفجارات د کمپنيو او غلوترمنځ د معاملي په نتيجه کې ترسره کيږي .