کور / تازه خبرونه / پكتيا: په (۱۴۳۰۰۰) ډالرو د ولسواليو اداري سيستم رغيږي

پكتيا: په (۱۴۳۰۰۰) ډالرو د ولسواليو اداري سيستم رغيږي

هغه دري ورځنۍ وركشاپ چي د ولسوالانو د كاري وړتيا په موخه د پكتيا مركز ګيرديز كي په لاره اچول شوي وو نن پاي ته ورسيد.


دا وركشاپ په جنوب ختيځ زون كي د  LGCD/DAI دفتر لخوا او د USAID په مالي ملاتړ په لاره اچول شوي وو .

په دي وركشاپ كي د ولسوالانو كاري وړتيا ، اداره ، كاري تګلاره او اړيكو په برخه كي لازمي لارښووني وشوي .


په نوموړي وركشاپ كي ، د پكتيا اړوند ۱۳ ولسوالانو، يوناما ، د USAID استازۍ ، د LGCD/DAI مشر ويليم تامسن ، برخه اخيستي وه .

د وركشاپ په پاي غونډه ګي چي نن د پكتيا ولايت د غونډو په تالار كي جوره شوي وه ، سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه .

پكتيا والي ښاغلي همدرد په سر كي د LGCD/DAI   پروګرام څخه مننه وكړه ، او دا وركشاپ يي يوه ستره لاس ته راوړنه د ولسوالانو د وړتيا په برخه كي وبلله.

ده وويل چي په كابل كي هم د سيمه ايزو ارګانو لخوا د ولسوالانو د كاري وړتيا پروګرامونه پيل شوي ، خو په ولاياتو كي دا نوښت دي .

همدارنګه د ولسوالانو په استازي توب د ګردي څيړۍ ولسوال ښاغلي شريف سرحدي خبري وكړي او دا وركشاپ يي وستايه همدارنګه ده د ولسوالانو په استازي توب  ستونزي بيان كړي .

په پاي كي ويليم تامسن ژمنه وكړه چي هري ولسوالۍ ته به په ۱۱۰۰۰ ډالرو اداري تجهيزات واخلي ، چي د ۱۳ ولسواليو لپاره ټولي ۱۴۳۰۰۰ امريكايي ډالر كيږي.

همدارنګه پكتيا والي ښاغلي همدرد هم ژمنه وكړه چي تر پسرلي پوري به د ولسوالانو د موټرو ستونزه ورته حل كړي .

دغه دري ورځنۍ وركشاپ د سلاكار وزير او پكتيا والي ښاغلي همدرد او ويليم ټامسن لخوا د تصديق پاټو په ويشولو پاي ته ورسيد.