کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د افغان ولس مشر حامد کرزي او د هند د صدراعظم من موهن سنګ د خبرو په پاې کې د خپرې شوې اعلامیې په نقل لیکلي دي چې ګاونډي هیوادونه دې ترهګرو ته فرصت نه ورکوي.

ورځپاڼې د د همدې مخ په غټ سرلیک کې د امریکايې پوځ د  لوې درستیز به حواله لیکلي دي چې د پاکستان په قبائیلي سیمو کې د وسلوالو مرکزونه له منځه وړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د امریکا د لوې درستیز په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او پدې ترڅ کې يې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ماموریت څیړلې دې.


د انیس دولتي ورځپاڼې هند ته د سفر په مهال د ولس مشر کرزي  د وینا دا برخه راغستې چې ترورزم سیمه له سختو ستونزو سره مخ کړې ده.

ورځپاڼې په عینې حال کې د هند د صدراعظم من موهن سنګ په حواله لیکلي دي چې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شوې دي.

ورخباڼې پخپله سرمقاله کې هم هند ته د ولس مشر کرزي په سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې ترورزم د سیمې د هیوادونو ګډه ستونزه ده.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې د جمهوري ریاست لخوا استول شوي پلاوي په لغمان ولایت کې د امریکايې ځواکونو په عملیاتو کې د بې ګناه خلکو وژنه تائیده کړه.

دې ورځپاڼې هم د امریکايې پوځ د لوې درستیز په څرګندونو تبصره کړې او هغه په حواله يې لیکلي دي چې په پاکستان کې د وسلوالو له پټن ځایونونه په افغانستان په کیدونکو حملو کې د پام وړ زیاتوالې راغلې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین په روان کمپاین تبصره کړې  او خلک يې  هڅولي چې خپل ماشومان واکسین کړي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم هند ته د افغان ولس مشر حامد کرزي د سفر په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې افغانستان د ممبیي د حملو په اړه د هند له دریځ نه ملاتړ کوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال دیک چینې په حواله لیکلي دي چې القاعده په پاکستان کې خوندي ځایونه لري.

ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په نقل په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې په ښارونو کې د عامه نظم د ټینګښت لپاره نوې پولیس روزي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د سیمه ایزو ادارو د مشر په حواله لیکلي دي چې ولسوالیو ته نا پاملرنه له دولت نه د خلکو د نا رضایتۍ او لرې کیدو سبب ګرځیدلې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ولسي جرګې د یو غړي په نقل لیکلي دي چې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف روانه مبارزه پریکنده نده او پکار ده چې پدې برخه کې په نړیواله کچه یوه واحده ستراتیژي جوړه شي.

ورځپاڼې بیا هم افغانستان ته د امریکا د منتخب ولس مشر بارک اوباما د مرستیال سفر ته په اشارې لیکلي دي چې  بایډن د افغانستان په جنوب کې حقایق لټوي.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې د اداري مالي او امنیتي چارو د څیړلو لپاره د واکن پلاوي د ټاکلو لپاره د حکومت پریکړه یو پر ځاې اقدام بللې دې.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې په ټولنه کې د عدالت په پلې کولو سره د جنایتونو مخه نیول کیداې شي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د هوا او چابیریال د ککړیدو په اړه پورته شویو اندیښنو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ددې هر څه مسؤلیت د چا په غاړه دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په بهرني سیاست تبصره کړې او هغه نا انډول بللې دې.

ورځپاڼې په یوبل مطلب کې په افغانستان کې د ماین پاکولو په وړاندې شتو ستونزو ته ګوته نیولې او لیکلي دي چې د نړۍ  اقتصادي بحران په افغانستان کې د ماین  پاکولو بهیر اغیزمن کړې دې.