کور / تازه خبرونه / کندهار: ځانمرګى بريد کوونکى وژل سوى دئ

کندهار: ځانمرګى بريد کوونکى وژل سوى دئ

پژواک خبري آژانس خبر ورکوي چي کاناډايي ځواکونو په کندهار کي يو شکمن ځانمرګى وژلى دئ.
د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي پژواک آژانس ته ويلي چي نوموړى کس يې د کندهار په نا ارامه ولسوالي پنجوايي کي وژلى دئ.
د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو دغه پېښه تايېد کړې ده.